ننګرهار کې نږدې دوه ميليونه افغانيو په مالي لګښت شاوخوا ۲۰۰ زره حيواناتو ته د واکسین تطبیق پيل شو.
د ننګرهار ولايت کرنې رياست له لوري د شاوخوا دوه ميليونه افغانيو په مالي لګښت ۱۷۶ زره ۶۴۰ وړو شخوند وهونکو حيواناتو ته د طاعون او بروسلوز ناروغيو مخنيوي واکسينونو تطبيق پيل شو.
له دې واکسین موخه د حیواني ناروغیو مخنيوی، د توليد زياتوالی او د مالدارانو اقتصادي پياوړتيا ده.