لوګر کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا ۲۸ ممیزخونې جوړیږي

content_admin
Thu, Nov 12 2020 11:37 AM
لوګر کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا ۲۸ ممیزخونې جوړیږي

۲۲لړم۱۳۹۹
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا د لوګر په ولایت کې د ۲۸ ممیزخونو رغنیزې چارې روانې دي.
دغه ممیزخونې، چې هر یوه له ۱۲تر۱۵ مټریک ټنه انګور په ممیزو بدلولای شي، د ۲۴ میلیونه، دوه زره او ۵۵۴ افغانیو په لګښت جوړیږي. د یادو ممیزخونو د جوړولو ۸۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او پاتې ۲۰ سلنه نور یې د برخمن شویو له خوا ورکول کیږي.
ددغو ممیزخونو د رغنیزو چارو په بشپړېدو سره د لوګر د انګورو بڼوال کولای شي، چې د کال ۴۲۰مټریک ټنه انګور په ممیزو بدل کړي.
ددغو ممیزخونو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوې او ټاکل شوې، چې تر یوې اوونۍ پور‎ې ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS