کونړ کې د وړو شخوند وهونکو څاریو د طاعون او بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو
![کونړ کې د وړو شخوند وهونکو څاریو د طاعون او بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-11/whatsapp_image_2020-11-10_at_2.58.17_pm.jpeg)
۲۰ لړم ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت د مالدارانو د ملاتړ او د دوی څارويو د خونديتوب په موخه د وړو شخوند وهونکو څارويو دطاعون « PPR» او بروسلوز «حیواني محرقې»ناروغیو پر وړاندې د واکسينو کمپاين پيل کړی دی.
د کونړ د کرنې ریاست د مالدارۍ د خدماتو او څارویو روغتیا آمر ډاکټر گل رحمن حنانزی وویل، چې ددې کمپاين په لړ کې به ۱۰۵ زره او ۴۴۰ ډوزه د طاعون او ۱۰۲ زره او ۲۵۰ډوزه دبروسلوز «حیواني محرقې» واکسینونه پر کورنیو څارویو پلي کیږي.
د واکسينو ياد کمپاين د کونړ کوچي مېشتو سیمو ترڅنګ د یاد ولایت دمرکز په ګډون ددې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پلي کیږي.