جوزجان کې پر شپږ زره او ۵۲۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي

۲۰ لړم ۱۳۹۹
د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ټاکل شوې، چې ددې لړۍ په ترڅ کې د جوزجان ولایت په کچه پر شپږ زره او ۵۲۰ بزګرانو دغنمو ۳۲۶ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي.