میدان وردګ کې ۲۲۱ پروژې د بشپړېدو په درشل کې دي

content_admin
Mon, Nov 09 2020 1:24 PM
میدان وردګ کې ۲۲۱ پروژې د بشپړېدو په درشل کې دي

۱9 لړم ۱۳۹۹
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکې وایې، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۲۲۱ بېلابېلو پروژو چارې په چټکۍ روانې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ولید احمد تسل وایې، د کرنیزو محصولاتومدیریت د پروژې په اډانه کې د میدان وردګو ولایت په مرکز او ددې ولایت په سید اباد، نرخ، چک، بهسود، جغتو، جلریز او دیمرداد ولسوالیو کې د ۲۵۰ میلیونه او ۶۸۹ زره او ۳۶۶ افغانیو په لګښت د ۲۲۱ کرنیزو پروژو چارې روانې دي، چې رغنیزې چارې یې د بشپړېدو په درشل کې دي.
ددغو پروژو ۹۰ سلنه لګښت د کرنې وزارت او لس سلنه لګښت یې د برخمن شویو بڼوالو او بزګرانو له خوا ورکول کیږي.
دغه پروژې ددې ولایت د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS