بادغیس کې د غنمو ۱۴ ننداریزې قطعې جوړیږي

۱۷ لړم ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د غنمو ۱۴ ننداریزې قطعې جوړوي.
دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې، په یوه جریبه ځمکه کې د غنمو د کتاري کرکېلي او بزګرانو ته د کرکېلي د نويو لارو چارو د پېژندنې په موخه جوړیږي.