کونړ کې د کب روزنې ۲۰ سوداګریز فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
Thu, Nov 05 2020 9:19 AM
کونړ کې د کب روزنې ۲۰ سوداګریز فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴ لړم ۱۳۹۹
کونړ کې د کب روزنې چارې او فارمونه د ودې په حال کې دي او په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ډېر شمېر فارمونه جوړ شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج او دودولو په پار د کب روزنې د ګڼ شمېر فارمونو د جوړولو ترڅنګ ددې ولایت له کب روزونکو سره هر اړخیزې تخنیکي او مالي مرستې او همکارۍ کړي دي. ددغو مرستو او همکارویو په دوام داځل دکونړ ولایت په نرنګ، سرکاڼو او  څوکۍ ولسوالیو کې د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید هچري او ۲۰ بابه د ماهیو یوجریبه سوداګریز فارمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې د کرنې وزرات له خوا ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ او په دې ولایت کې د کب روزنې د ترویج په پار د ګرمو اوبو ماهیانو د بچیو د تولید هچري، چې د کبانو  د ۲.۲ میلیونه بچیو د تولید وړتیا لري او د کب روزنې ۲۰ بابه یو جریبه سوداګریز فارمونه چې هر یوه یې د دوه زره کبانو د روزنې وړتیالري جوړ او رسماً پرانیستل شول.
د کونړ د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي دي، چې په دغو پروژو کې پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل دي.
د کونړ د کرنې ریاست د چارواکو په خبره، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا په پار په پام کې ده، چې په دې ولایت کې د کبانو ډېر شمېر فارمونه جوړ شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر څه باندې دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS