بامیان کې ۱۰ نیمه سوداګریزې ګرمې خونې جوړ شول

۵ لړم ۱۳۹۹
د بامیانو ولایت د کرنې ریاست د اغاخان بنسټ په همکارۍ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې فایبرګلاس ۱۰ نمیه سوداګریزې ګرمې خونې جوړې کړي دي. ددغو ګرموخونو د هرې ګرمې خونې د جوړولو لګښت ۵۱۰ زره افغانۍ ده. له دغو ګرموخونو برخمن شوي بزګران ددغو ودانیو د رغولو ۳۰ سلنه لګښت ورکړي دي.
دغه ګرمې خونې هر یوه یې ۳۶ متره اوږدوالی، ۱۰.۵۹ متره سور، ۴.۵ متره لوړوالی او «PVC»کلکۍ لري.