کندهار کې ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه
![کندهار کې ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-10/122662414_3744307792260460_4711949344219637478_o.jpg)
۳ لړم ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت ۱۰۰ بېوزله مېرمنو ته د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابره کړه.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د پروسس توکو د وېش له لارې برابرې شوي دي.
دکندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې له دغو مرستو برخمن شوي بېوزله مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې روزل شوي دي او ترڅنګ یې پر یادو مېرمنو د سبو او مېوو د پروسس اړونده توکي وېشل شوي ډي، ترڅو دوی په خپلو کورونو کې په کار بوختې شي او د خپلې کورنۍ اړتیاوې ورڅخه پوره کړي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د پروسس په برخه کې د فعالیت زمینه ورته برابرې شوي دي، تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
دغه برنامه د کرنې ریاست اړوند د کورني اقتصاد پراختیا پروژې له لوري په لاره اچول شوې، چې تر ډېره بې وسه، ناداره او اړمنې کورنۍ پکي په پام کې نیول شوي دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي. ددغو پروژو د پلي کولو موخه په دې ولایت کې، د سبو او مېوو د پروسس دودول، د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.