د پکتیا وزې ځدراڼ کې ۱۴۴ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ شول
![د پکتیا وزې ځدراڼ کې ۱۴۴ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-10/121493073_3713720135319226_4500846137266821745_o.jpg)
۲۲ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ په ولسوالۍ کې ۱۴۴ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ کړي دي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدالدین مومند وايي، چې د دغو ۱۴۴ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۲۰د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.