لغمان کې د ترویج ۶۰ تنه کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
Wed, Oct 07 2020 5:25 PM
لغمان کې د ترویج ۶۰ تنه کارکوونکي وروزل شول


۱۶ تله ۱۳۹۹
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت ۶۰ تنه د ترویج کارکوونکو او بزګرانو ته د حاصلاتو راټولولو وروسته د چارو مدیریت په برخه کې روزنه ور کړل شوې ده.
د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وویل، چې د کرنیزو تولیداتو د کچې لوړولو ترڅنګ د راټولولو څخه یې وروسته ساتنه او زېرمه کول ډېر اړین دي. هغه وویل، چې ددې برنامې موخه داده، چې بزګران خپل محصولات په سمه توګه مدیریت کړي او له ټولولو وروسته یې په سمه توګه زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي، ترڅو بزګران لوړ عواید تر لاسه کړي.
ښاغلی خوشحال وویل، چې دوی د دې ولایت د بزګرانو د عوایدو زیاتولو په پار هلې ځلې کوي او په دې برخه کې ګڼې برنامې په پام کې لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS