هرات کې یوزر او پنځه ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
هرات کې یوزر او پنځه ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


یک‌شنبې د تلې ۱۳مه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، هرات ولایت ته دخپل لومړني سفر په دوام، د کرنيزو محصولاتو مدیریت له خوا نوي یوزر او پنځه جوړې شوې ممیزخونې ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د ښاغلي احدي له خوا د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ننګ اباد کلي کې د نمونې په ډول دوه ممیزخونې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
د هرات په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې، یو زر او پنځه ممیزخونې جوړې شوي دي، چې هر یوه ممیزخونه لس ټنه او په ټولیزه توګه یاد ټولې ممیزخونې په یوه وخت کې څه باندې ۱۰ زره ټنه انګور په ممیزو بدلوي.
ددغو ممیزخونو د جوړولو ټولیز لګښت ۴۲۰ میلیونه افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه یې دکرنې وزارت او ۱۰ سلنه یې د برخمن شویو بڼوالو له خوا ورکړل شوې ده.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه د هرات په ولایت کې د یو زر او پنځه ممیزخونو د جوړولو ترڅنګ، سږکال په دې ولایت کې د پیازو ۴۲۰ او د کچالو پنځه زېرمتونونه هم جوړ کړي دي. ددغو پروژو ټولیز لګښت ۵۷۳ میلیونه افغانیو ته رسیږي.