کندهار کې د مالدارۍ له ټولنې سره مرسته وشوه
![کندهار کې د مالدارۍ له ټولنې سره مرسته وشوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-09/119623966_3629694630388444_8587657547489871707_n.jpg)
۲۷ وږی ۱۳۹۹
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په مرکز، ډنډ او ژړۍ ولسوالیو کې د مالدارۍ پر ټولنو د سایلج جوړولو درې ماشینونه وېشل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د سایلج دغه ماشینونه د مالدارۍ پر هغو ټولنو وېشل شوي دي، چې وړاندې تر دې ورته د سایلج لپاره ودانۍ هم جوړ شوي ؤ.
«سایلج» د ژمي په موسم کې د څارویو شنه خوراکي توکي دي، چې مالداران کولای شي د اوړي په موسم کې له شنو وښو «سایلج» جوړ او د ژمي په موسم کې یې خپلو څارویو ته ورکړي.
د کندهار دکرنې ریاست وايي، چې ددې ریاست کارکوونکي د سایلج جوړولو په برخه کې یوشمېر بزګران هم روزلي دي او دا لړۍ ادمه لري.