هلمند کې د خرما د القاح شویو ونو حاصلات ډېر شوي

mail-admin
Mon, Jul 20 2020 12:19 PM
هلمند کې د خرما د القاح شویو ونو حاصلات ډېر شوي
 
۳۰ چنګاښ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کې د خرما ونې په فني او مسلکي توګه القاح، ښاخبري او اصلاح کړي دي، چې حاصلات یې ور سره ډېر شوي.
ددې ترڅنګ هغو بزګرو ته چې، د خرما ونو بڼونه یې لرل د خرما ونو د ښې روزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکول شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي دامهال د خرما هغه ونې چې، عملأ القاح شوي دي حاصلات یې ښه دي.
د دوی په خبره تر دې مخکې د خرما دغه ونې حاصل نه ورکول وروسته تر دې چې، دغه ونې القاح شوې او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیات شو نو ورسره د خرما ونو حاصلات هم ښه شو.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي: «له نېکه مرغه د کرنې ریاست د هلوځلو په پایله کې د مګړۍ د خرما ټول القاح شوي ونې ښه مېوه نیولې او ورځ تر بلې یې بدنې وده هم په ښه کېدو ده.»
د ښاغلي الکو په خبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خرما «کجورو» سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په روان مالي کال کې پلي کیږي، چې پربنسټ یې د خرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون جوړیږي.
دغه بڼونه په دې ولایت کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په یوشمېر ولایتونو کې په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS