د بادغیس د غنمو د کروندو حاصل څه باندې ۱۲ سلنه زیاته شوې ده

content_admin
Tue, Jul 07 2020 8:41 AM
د بادغیس د غنمو د کروندو حاصل څه باندې ۱۲ سلنه زیاته شوې ده
۱۶ چنګاښ ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت د غنمو له کروندو څخه د کرنې وزارت اخیسل شوې بېلګې ښیې، چې سږکال له دې ولایت څخه ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم راټول شوي، چې د تېرکال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالتواب تایب وایي: «په تصادفي ډول د اخیستل شویو بېلګو پایلې ښیي، چې سږکال د بادغیس ولایت د اوبیزو غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۳.۴۷ مټریک ټنه او ددې ولایت د للمي غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۲.۱۴ مټریک ټنه ده.»
په روان کال کې د بادغیس ولایت په ۵۶ زره او ۳۴۶ هکټاره ځمکه للمي غنم او په ۱۱ زره او ۶۱۸ هکټاره ځمکه کې اوبیز غنم کرل شوي دي.
ددې براورد پر بنسټ په ټولیزه توګه سږکال په بادغیس ولایت کې ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم تولید شوي دي، چې د تېرکال د غنمو د حاصلاتو په پرتله ۱۲.۲۷ سلنه زیاتوالی ښیي.
د بادغیس د کرنې رییس عبدالتواب تایب په خبره، په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی د تېرکال په پرتله د غنمو د کرونو ډېروالی، د غنمو د ودې په موسم کې پروخت او په کافي انداز ورښتونه، د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا پر ۱۶ زره او ۳۴۰ بزګرانو د غنمو ۸۱۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو وېشل دي.
د ا په داسې حال کې ده، چې تېر کال ددې ولایت د اوبیزو غنمو د هرهکټار تولید ۳.۱۴ مټریک ټنه او د للمي غنمو د هر هکټار تولید ۲.۱ مټریک ټنه محاسبه شوې وه. په دې شمېرو سره، تېرکال په ټولیزه توګه په بادغیس ولایت کې د غنمو له ۶۳ زره او ۶۱۸ هکټاره کروندو څخه ۱۴۴ زره او ۱۹۱ مټریک ټنه غنم تولید شوې وه.

 

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS