کونړ کې سږ د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ ټنه ګوڅي راټول شوې

content_admin
Sun, Jun 07 2020 12:23 PM
کونړ کې سږ د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ ټنه ګوڅي راټول شوې
۱۸ غبرګولی ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کوڅو راټولولو موسم پیل شوی دی. د دوی په خبره سږ کال په دې ولایت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ ټنه ګوڅي راټولې شوي دي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، ګوڅي یو غرنی طبعي بوټی دی، چې د پسرلي په موسم کې په ځنګل لرونکو غرنیو سیمو کې کیږي. د ګوڅو راټولول چې د کونړ د غرونو د خلکو دودیزه سوداګري ده، د پسرلي په موسم کې سلګونه خلک د ګوڅو راټولولو پسې د غرو لمنو ته ځي او په راټولو شویو ګوڅو له بازاره اړیتاوې پوره کوي.
ګوڅي با ارزښته طبیعي بوټی دی، چې د خوړو ترڅنګ په طبي درملو کې کارول کیږي او ډېر مینوال لري؛ ګوڅي مصنوعي تولید نلري او په طبعي توګه په غرونو اوځنګل لرونکي سیمو کې راټوکیږي، چې د تېر په پرتله یې په دې ولایت کې سږکال تولید زیات شوی.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS