اختر مو مبارک شه
د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت، سر لوړي هېوادوالو او په ټول هېواد کې خپل ټولو ګرانو همکارانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او له لوی خدای (ج) څخه غواړم، چې د ټولو عبادتونه په خپل سپېڅلي دربار کې قبول او مقبول کړي.
له بده مرغه چې سږنۍ کوچنی اختر مو له کرونایي ورځو سره برابره ده، په همدې موخه له ټولو هېوادوالو غواړم، چې ددې ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په پار دې روغتیایي لارښوونې رعایت کړي.
د هېواد د سرلوړی او ابادۍ په هیله، د اختر تر رارسېدو پورې موږ، د کرنې وزارت د مخکني پروژو او نور چو پړونو د وړاندې کولو ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په اډانه کې د یوې نوي پروژې په پلي کولو کار کړئ او له اختر وروسته ددې پروژې په بشپړېدو سره به د یوشمېر کرنیزو محصولاتو د ساتنې او مدیریت په برخه کې ستر بدلون رامنځته شي.
یو وار بیا تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم
په درنښت
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر
نصیر احمد درانى