د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د بزګرانو لپاره نوي سړې خونې یا د پیازو او کچالو زېرمتونونه او ممیزخونې جوړ کړي

mail-admin
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د بزfګرانو لپاره نوي سړې خونې یا د پیازو او کچالو زېرمتونونه او ممیزخونې جوړ کړي


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د کرونا په پېر کې د صادراتي کرنیزو محصولاتو د مدیریت په موخه بزګرانو لپاره نوي سړې خونې یا د پیازو او کچالو زېرمتونونه او ممیزخونې جوړ کړي.
دغه ممیزخونې او زېرمتونونه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د ممنوعیت ستونزه مدیریت کوي.
ممیزخونې انګور په ممیزو بدلوي تر څو له یوې خوا د انګورو د صادراتو ستونزه مدیریت شي او له بلې خوا د بڼوالو عواید زیات او د دوی د محصولاتو عمر اوږد شي.
زېرمتونونه په بازار کې د پیازو او کچالو د بیو د ټیټوالي مخه نیسي او ددې لامل کیږي، چې بزګران د زېرمتون خاوند شي، او خپل محصولات هغه وخت په مناسبه بیه بازارته وړاندې کړي، چې بازار ورته اړتیا ولري. دغه زېرمتونونه د صادراتو په نه شتون کې د بزګرانو د زیان مخه نیسي.
نو په همدې موخه له ټولو بڼوالو او بزګرانو چې د زېرمتون او ممیزخونو د جوړولو لېوالتیا لري هیله کیږي، چې د کرنې وزارت سیمه ییزو ادارو له ډلې د کرنې ریاستونه او د ولسوالیو د ترویج له امریتونو سره اړیکه ونیسي.
معیارونه او شرطونه:
۱:د ممیزخونې جوړولو په پار بڼوال باید د انګورو دوه جریبه کشمشي یا شندوخاني بڼ ولري.
۲:د پیازو زېرمتون او د کچالو زېرمتون جوړولو او د رومي بانجانو د وچوونکي دستګاه د تر لاسه کولو په موخه بزګر باید په دوام داره توګه لږ تر لږه د پروژې د اړونده محصولاتو دوه جریبه کروندې ولري.
۳:بزګر باید د ممیزخونو، د پیازو او کچالو زېرمتون درلودو ته لېوالتیا ولري.
۴:د ممیزخونې او د پیاز او کچالو د زېرمتون جوړولو په پار باید مناسب ځای ولري.
۵:کومه ځمکه چې په کې ممیزخونه او یا د پیازو او کچالو زېرمتون جوړیږي دعوایي نه وي او معتبر سند ولري.
۶:بڼوال یا بزګر باید د ۱۰ سلنې ونډې ورکولو وړتیا ولري.
۷:بڼوال او بزګر باید ژمنه وکړي، چې له ممیزخونې، د پیازو او کچالو له زېرمتون او د سبو او مېوو له وچوونکي دستګاه څخه به په سمه توګه ساتنه او ګټه پورته کوي.
۸:بزګر باید ژمنه وکړي، چې د ممیزخونې او یا د زېرمتون د جوړولو چارې د کرنې وزارت له خوا په ټاکلي وخت کې، چې دوی ته ورکول کیږي له کومې نیمګړتیا او ستونزې پرته بشپړ وي.

Latest announcements

Tue, Sep 17 2019 5:30 PM
Background image

Join the 24th Autumn Agricultural Products’ Exhibition

The 24th Autumn Agricultural Products’ Exhibition will be held at Kabul’s Badam Bagh Research Farm for four days from 10.16.2019-10.20.2019 (24.7.1398-27.7.1398 Solar Year).
Quality . . .

Mon, Feb 25 2019 1:45 PM
Background image

Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock (MAIL) will host farmers’ festival and 22nd Spring Exhibition from March 22-26

Dear Compatriots;
The Ministry of Agriculture, Irrigation and Livestock (MAIL) will host farmers’ festival and 22nd Spring Exhibition from March 22-26 (Hama 2-6, 1398 Solar Year) in . . .

Back to announcements