کابل کې پر ۲۰۰ زره کورنیو د غنمو د وېش لړۍ پیل شو
۱۶ وری ۱۳۹۹
د هېواد د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ۱۰ زره ټنه خوراکي غنم بېړنیو حالاتو سره د مبارزې کمېټې په واک کې ور کړی دی، ترڅو د هېواد د پلازمېنې کابل پر ۲۰۰ زره بېوزلو کورنیو ووېشل شي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمې وایي: «تر هغه وروسته چې ولسمشر محمداشرف غني پر بېوزلو کورنیو د خوراکي غنمود وېش سپارښتنه وکړه، پر دغو کورنیو د غنمو د وېش لړۍ تېره ورځ پیل شو.»
دغه راز د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عمرجان منګل وایي: «د غنمو د وېش لړۍ، د کرنې وزارت له مرکزي سیلو څخه د ۵۰۰ ټنه غنمو په وېش سره د کابل ښار له شپږم، ۱۵، ۱۸ او ۲۰ ناحیې څخه پیل شو او تر راتلونکو څو وروځو پورې به د کابل په مرکز او ۱۴ ولسوالیو کې پر ۲۰۰ زره بېوزلو کورنیو، ۱۰ زره ټنه غنم ووېشل شي.»
دغه غنم د کرنې وزارت له زېرمو څخه د ولسمشر د فرمان پر اساس وېشل کیږي.
د کرنې وزارت دغه راز وایي ټاکل شوې، چې د کرنې وزارت له زېرمو څخه به ډېر ژر ۴۰۰ ټنه دالنخود هم په کابل کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.
باید وویل شي، چې په کابل او یوشمېر نورو ولایتونوکې د ګرځ بندیز په پیل سره د هېواد لسمشر محمداشرف غني سپارښتنه وکړه، چې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو باندې دې ۲۴ زره غنم ووېشل شی.