په مسلم کلا کې د خوړونو د تنظیم او د غونډیو د زرغونو سیمو د پراختیا چارې پیل شوې

content_admin
Mon, Mar 23 2020 8:53 AM
په مسلم کلا کې د خوړونو د تنظیم او د غونډیو د زرغونو سیمو د پراختیا چارې پیل شوې

۳ وری ۱۳۹۹
د مسلم کلا د غونډیو په لمنو کې د خوړونو د تنظیم او د زرغونو سیمو د پراختیا چارې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو له خوا نن رسما پیل شوې. په ورته وخت کې د یادو فعالیتونو په پیل سره د غونډیو د نیالګیو خړوبولو په پار د اوبولګولو یوه شبکه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسلم کلا د غونډیو په لمنو کې د خوړونو د تنظیم او د زرغونو سیمو د پراختیا د چارې په پرانیست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله‌غفوري د یوشمېر رییسانو او دسیمې د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې وویل: «دغه شبکه د ونو دخړوبولو او د مسلم کلا د غونډیو د سمسورتیا په پار جوړه شوې ده، دغه شبکه د ۶۰۰ متر مکعب اوبه وړتیایې لري او تر دوه زره متره واټن سره اوبه رسوي.» دغه شبکه د مسلم کلا ۲۰۸ هکټآره ځمکه هم خړوبوي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال زیاته کړه، چې په تېر کې ددې غونډۍ ونې د ټانکر له لارې خړوبېدې. د هغه په خبره، ددې شبکې په جوړېدو سره تردې وروسته به ددې غونډې ونې په منظم ډول خړوبیږي او د اوبود ضایعاتو مخه هم نیول کیږي.

دا د اوبولګولو اتم لویه شبکه ده، چې د کابل د زرغون کمربند په سیمو کې رغول شوې ده.

یاده شبکه یوه کړۍ څاه، یو باب زېرمه، ۵۲۰ کړۍ شیردهنونه او ۴۵ والبکسونه لري.

د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو مرستیال دغه راز په مسلم کلا کې د خوړونو د تنظیم او د زرغونو سیمو د پراختیا چارې هم پیل کړ. ښاغلي غفوري د څو نیالګیو په کېنولو سره وویل: «په پیل کې تاسوته د نوي کال او د بزګر دورځې مبارکي وایم. د نیالګیو کېنولو د کمپاین په لړ کې، د مسلم کلا د غونډیو د لمونو نورو سیمو ته هم د نیالګیو کېنولو کمپاین غځوو. سږکال مو دوه میلیونه غیرمثمر نیالګي تولید کړي او په بېلابېلو ښاري او نیمه ښاري سیمو کې یې کېنوو. دغه راز په ځنګلي سیمو کې ۳.۴ میلیونه مثمر نیالګي کېنوو او په همدې توګه د نیالګیو ساتنې او څارنې ته ژمن یو. ځکه چې د اسلام په مبین دین او د انسانانو او څارویو په ژوندکې ونه لوړ ارزښت لري.»

حشمت‌الله غفوري له هېوادوالو وغوښت، چې د ونو ساتنې او څارنې کې د کرنې له وزارت سره ډېره زیاته همکاري وکړي.

 

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS