پکتیکا کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
Thu, Nov 26 2026 1:34 PM
پکتیکا کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د حاصلاتو د ضایعاتو د مخنیوي، بزګرانو ته د مناسبو اسانتیاوو برابرولو او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې د پیاوړتیا په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خپلو پراختیایي پروژو په لړ کې د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې د جوړولو چارې بشپړې او د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې یې د ګټې اخیستنې په موخه وسپارله.
یاده سړه خونه د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د جوړولو چارې یې د ۱۴۰۴ کال د تلې میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شوې وې. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پکتیکا ولایت بزګران وکولای شي خپل کرنیز محصولات د اړتیا پر مهال په مناسبو شرایطو کې وساتي او د حاصلاتو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وکړي.
د پرانیستې او سپارلو په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، دکرنې وزارت د قدرتي سرچینو  او اوبولګولو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د وزارت یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو، د پکتیکا والي ملا مهرالله حماد، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د ولایتي ادارو رئیسانو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر نورو ګډونوالو برخه اخیستې وه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې ګډونوالو د یادې پروژې پر ارزښت، د کرنې د ودې او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپله وینا کې یاده سړه خونه د اسلامي امارت یوه مهمه او نمونه‌یي پروژه وبلله او ویې ویل، دغه وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنې د ودې او د بزګرانو د ستونزو د حل په موخه ورته بنسټیزې پروژې پلې کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت به هڅه وکړي څو په راتلونکي کې د پکتیکا ولایت لپاره هم نورې پرمختیايي پروژې منظورې او عملي کړي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې د هغو مسؤلینو او کارکوونکو ملاتړ او همکاري وکړي چې د ولسونو د خدمت لپاره هڅې کوي او د چارو د لا ښه ترسره کېدو لپاره یې وهڅوي.
نوموړي د ترانسپورتي لارو د بندښت ستونزې ته په اشارې وویل، وزارت هڅه کوي چې د دغو ستونزو لپاره بدیلې لارې چارې ولټوي، څو د هېواد کرنیز محصولات په مناسب وخت کې کورنیو او بهرنیو بازارونو ته صادر او وړاندې شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو او اوبولګولو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یادې پروژې د اهمیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، دغه سړه خونه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د حاصلاتو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه چې د پروژې د تطبیق بهیر یې په دوامداره توګه څارلی او د هغې د بشپړېدو او معیاري جوړښت له امله یې خوښي څرګنده کړه. هغه یاده پروژه د کرنې په برخه کې یوه مهمه او نمونه‌یي پروژه وبلله او د ورته پروژو پر پلي کېدو یې ټینګار
د پکتیکا والي ملا مهرالله حماد د کرنې وزارت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې پروژې بشپړېدل د دغه ولایت لپاره مهم پرمختګ وباله.
نوموړي د اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې ترسره شوي خدمتونه د ستاینې وړ وبلل او ویې ویل، که څه هم په پکتیکا کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو د دغه ولایت د پراخوالي او جغرافیایي جوړښت له امله لا هم د ډېرو بنسټیزو خدمتونو او پرمختیايي پروژو اړتیا شته.
هغه د کرنې وزارت له راغلي پلاوي وغوښتل چې د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دغه ولایت د کرنیز ظرفیت د ودې لپاره نورې پرمختیايي پروژې هم پلې کړي.
د علماوو شورا ستازی مولوي نورالدین په خپله وینا کې د اوسني نظام پر ملاتړ او همکارۍ ټینګار وکړ او له ولسونو یې وغوښتل، چې له دولتي مسؤلینو سره همکاري وکړي. نوموړي وویل، د نظام د پیاوړتیا او د هېواد د پرمختګ لپاره د خلکو همکاري او د نافذه اصولو او فرمانونو پلي کول اړین دي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر» د یادې پروژې د بشپړېدو له امله خوښي څرګنده کړه او د امیرالمؤمنین حفظه الله او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه.
نوموړي د کرنې وزارت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، پکتیکا یو پراخ ولایت دی، چې د پراخو کرنیزو ځمکو ترڅنګ د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پام وړ ظرفیتونه لري؛ له همدې امله اړتیا ده چې د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ برخو ته لا ډېره پاملرنه وشي.
هغه زیاته کړه، د دې ډول بنسټیزو پروژو پلي کول د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او د بزګرانو د اقتصادي ودې لپاره ډېر ارزښت لري او هیله یې څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې هم د پکتیکا ولایت لپاره ورته نورې پرمختیايي پروژې منظورې او پلې شي.
د قومي مشرانو په استازیتوب خان محمد غروال خبرې وکړې او د یادې پروژې د پلي کېدو له امله یې خوښي څرګنده کړه.
نوموړي وویل، د پکتیکا خلک د دې ډول بنسټیزو او پرمختیايي پروژو غوښتونکي دي او هیله لري چې په راتلونکي کې هم ورته پروژې په دغه ولایت کې پلې شي. هغه همدارنګه د کرنیزو ځمکو د اجارې په تړاو د خلکو غوښتنې مطرح کړې او ټینګار یې وکړ چې د اجارې وړ ځمکې دې د نافذه اصولو له مخې خلکو ته په اجاره ورکړل شي.
نوموړي د کرنې وزارت له مشرتابه څخه د دوامدارې همکارۍ او د پکتیکا ولایت د کرنیز ظرفیت د لا پراختیا غوښتنه وکړه.
وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د زیربناوو رییس محمد عیسی کارګر د یادې سړې خونې د جوړولو د څرنګوالي، لګښت او تخنیکي مشخصاتو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې دغه سړه خونه د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ په ۱۴۰۳ کال کې منظور شوې وه او د پروژې تدارکاتي چارې یې هم په همدې کال کې بشپړې شوې وې، چې د جوړولو چارې یې د جام آریا ودانیز شرکت له لوري پر مخ وړل شوې دي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې لپاره د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ځانګړې بودیجه په پام کې نیول شوې وه او د بشپړېدو لپاره یې ټولې اړوندې چارې په منظم ډول ترسره شوې دي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د دې سړې خونې په جوړېدو سره به د پکتیکا ولایت بزګران وکولای شي خپل کرنیز محصولات د اړتیا پر مهال په مناسبو شرایطو کې وساتي، د حاصلاتو له بې‌ځایه ضایع کېدو مخنیوی وکړي او خپل محصولات په مناسب وخت کې بازار ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د پکتیکا ولایت د مستوفیت رییس له لوري د خیر او برکت دعا وشوه او مراسم په دعا سره پای ته ورسېدل.
د یادونې وړ ده، چې د دې سړې خونې په فعالېدو سره به د پکتیکا ولایت د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د حاصلاتو د ضایعاتو د کمولو، د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ، د بازار د اړتیاوو سره سم د محصولاتو د وړاندې کولو او د کرنیز سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مهمې اسانتیاوې رامنځته شي.

تکمیل و بهره‌برداری از سردخانه‌ای با ظرفیت ۶۰۰ متریک تُن و هزینه ۹۳ میلیون افغانی در ولایت پکتیکا
۵ قوس ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جمادی‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
به‌منظور نگهداری محصولات زراعتی، جلوگیری از ضایعات حاصلات، فراهم‌سازی سهولت‌های مناسب برای دهقانان و تقویت بازاریابی محصولات زراعتی، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ادامه پروژه‌های انکشافی خویش، کار ساخت یک سردخانه با ظرفیت ۶۰۰ متریک تُن را به هزینه ۹۳ میلیون افغانی در مرکز ولایت پکتیکا، شهر شرنه، تکمیل و طی مراسم رسمی به بهره‌برداری سپرد.
این سردخانه از بودجه انکشافی وزارت زراعت با هزینه حدود ۹۳ میلیون افغانی ساخته شده است که کار ساخت آن به تاریخ ۲۳ میزان سال ۱۴۰۴ آغاز گردیده بود. با تکمیل این پروژه، دهقانان ولایت پکتیکا می‌توانند محصولات زراعتی خود را در شرایط مناسب و در زمان نیاز نگهداری کرده و از ضایع‌شدن حاصلات خویش جلوگیری کنند.
در مراسم افتتاح و سپردن این پروژه به بهره‌برداری، مولوی صدراعظم عثمانی معاون زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معاون منابع طبیعی و آبیاری این وزارت، شماری از رؤسا و مسؤولان وزارت، ملا مهرالله حماد والی پکتیکا، مولوی لعل‌محمد «گوهر» رئیس زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت، رؤسای ادارات ولایتی، بزرگان قومی و شمار زیادی از اشتراک‌کنندگان حضور داشتند.
این مراسم با تلاوت آیاتی از قرآن کریم آغاز شد و سپس اشتراک‌کنندگان در مورد اهمیت این پروژه، رشد زراعت و حمایت از دهقانان صحبت کردند.
مولوی صدراعظم عثمانی معاون زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سخنانش، این سردخانه را یکی از پروژه‌های مهم و نمونه‌ای امارت اسلامی خواند و گفت که این وزارت همواره تلاش می‌کند تا به‌منظور رشد زراعت و حل مشکلات دهقانان، پروژه‌های زیربنایی مشابهی را در ولایت‌های مختلف کشور تطبیق کند.
وی اطمینان داد که وزارت زراعت تلاش خواهد کرد تا در آینده نیز پروژه‌های انکشافی بیشتری برای ولایت پکتیکا منظور و عملی شود.
او از مردم خواست تا از مسؤولان و کارمندانی که برای خدمت به مردم تلاش می‌کنند، حمایت و همکاری نموده و آنان را برای اجرای بهتر امور تشویق کنند.
نامبرده با اشاره به مشکلات ناشی از مسدودشدن راه‌های ترانسپورتی گفت که این وزارت تلاش می‌کند تا برای رفع این مشکلات راه‌های بدیل را جست‌وجو کند تا محصولات زراعتی کشور در زمان مناسب به بازارهای داخلی و خارجی صادر و عرضه شوند.
مولوی بازمحمد فیضان معاون منابع طبیعی و آبیاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز در مورد اهمیت و ارزش این پروژه صحبت کرده و گفت که این سردخانه در زمینه نگهداری محصولات زراعتی و جلوگیری از ضایعات حاصلات نقش مهمی دارد.
وی افزود که روند تطبیق این پروژه را به‌گونه دوامدار نظارت کرده و از تکمیل‌شدن و ساخت معیاری آن ابراز خرسندی نمود. او این پروژه را یکی از پروژه‌های مهم و نمونه‌ای در بخش زراعت خوانده و بر تطبیق پروژه‌های مشابه تأکید کرد.
ملا مهرالله حماد والی پکتیکا، ضمن خوش‌آمدگویی به هیئت اعزامی وزارت زراعت، تکمیل‌شدن این پروژه را یک پیشرفت مهم برای این ولایت دانست.
وی خدماتی را که طی پنج سال گذشته از سوی امارت اسلامی انجام شده، قابل ستایش خواند و گفت که با وجود پیشرفت‌های قابل توجه در بخش‌های مختلف ولایت پکتیکا، به دلیل وسعت و موقعیت جغرافیایی این ولایت، هنوز هم نیاز به خدمات زیربنایی و پروژه‌های انکشافی بیشتری وجود دارد.
او از هیئت اعزامی وزارت زراعت خواست تا به بخش‌های زراعت و مالداری ولایت پکتیکا توجه ویژه نموده و برای رشد ظرفیت‌های زراعتی این ولایت، پروژه‌های انکشافی بیشتری را تطبیق کند.
مولوی نورالدین نماینده شورای علمای این ولایت نیز در سخنانش بر حمایت و همکاری با نظام کنونی تأکید کرده و از مردم خواست تا با مسؤولان دولتی همکاری کنند. وی گفت که همکاری مردم و تطبیق اصول و فرامین نافذه، برای تقویت نظام و پیشرفت کشور ضروری است.
مولوی لعل‌محمد «گوهر» رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا نیز از تکمیل‌شدن این پروژه ابراز خرسندی نموده و از امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری سپاس‌گزاری کرد.
وی ضمن خوش‌آمدگویی به هیئت اعزامی وزارت زراعت گفت که پکتیکا ولایت وسیعی است که در کنار داشتن زمین‌های گسترده زراعتی، ظرفیت‌های قابل توجهی در بخش‌های زراعت و مالداری نیز دارد؛ از همین‌رو، لازم است به بخش‌های زراعت و مالداری این ولایت توجه بیشتری صورت گیرد.
او افزود که تطبیق چنین پروژه‌های زیربنایی در زمینه نگهداری محصولات زراعتی و رشد اقتصادی دهقانان ارزش زیادی دارد و ابراز امیدواری کرد که در آینده نیز پروژه‌های انکشافی مشابه برای ولایت پکتیکا منظور و تطبیق شوند.
خان‌محمد غروال به نمایندگی از بزرگان قومی صحبت کرده و از تطبیق این پروژه ابراز خرسندی نمود.
وی گفت که مردم پکتیکا خواهان تطبیق چنین پروژه‌های زیربنایی و انکشافی هستند و امیدوارند که در آینده نیز پروژه‌های مشابه در این ولایت عملی شوند. او همچنان خواسته‌های مردم را در رابطه به اجاره زمین‌های زراعتی مطرح کرده و تأکید نمود که زمین‌های قابل اجاره باید مطابق اصول نافذه به مردم به اجاره داده شوند.
نامبرده از رهبری وزارت زراعت خواست تا همکاری‌های دوامدار خود را ادامه داده و برای توسعه بیشتر ظرفیت‌های زراعتی ولایت پکتیکا توجه نماید.
محمد عیسی کارگر رئیس زیربناهای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز در مورد چگونگی ساخت این سردخانه، هزینه و مشخصات تخنیکی آن به اشتراک‌کنندگان معلومات ارائه کرد.
وی گفت که این سردخانه با ظرفیت ۶۰۰ متریک تُن، بر اساس حکم امیرالمؤمنین حفظه‌الله در سال ۱۴۰۳ منظور شده بود و مراحل تدارکاتی آن نیز در همان سال تکمیل گردیده بود. کار ساخت این پروژه از سوی شرکت ساختمانی جام آریا به پیش برده شده است.
او افزود که برای این پروژه از بودجه انکشافی وزارت زراعت بودجه مشخصی در نظر گرفته شده بود و تمام امور مربوط به تکمیل آن به‌گونه منظم انجام شده است.
نامبرده اظهار داشت که با ساخت این سردخانه، دهقانان ولایت پکتیکا می‌توانند محصولات زراعتی خود را در زمان نیاز و در شرایط مناسب نگهداری کنند، از ضایع‌شدن بی‌مورد حاصلات جلوگیری نمایند و محصولات خویش را در زمان مناسب به بازار عرضه کنند.
در پایان این مراسم، رئیس مستوفیت ولایت پکتیکا دعای خیر و برکت نمود و برنامه با دعا خاتمه یافت.
گفتنی است که با فعال‌شدن این سردخانه، سهولت‌های مهمی در زمینه نگهداری محصولات زراعتی، کاهش ضایعات حاصلات، حمایت اقتصادی از دهقانان، عرضه محصولات مطابق به نیاز بازار و تقویت سکتور زراعت در ولایت پکتیکا فراهم خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS