د پکتیا روحاني بابا ولسوالی کې د ګاویان کانال د جوړولو چارې پیل شوې
۲۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالی اړوند د مموزي په سیمه کې د ګاویانو اوبولګولو شبکې د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د یادې شبکې د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د روحاني بابا ولسوالی ولسوال، د دې ریاست د قدرتي سرچینو مدیرانو، د اړیکو دفتر مسئولین، د کلي مشران او بزګران ګډون کړی وو.
ښاغلی مولوي هاشمي د پرانیستلو پر مهال د یادې ولسوالی اوسیدونکو ته د یاد کانال د جوړېدو مبارکي ورکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د ګاویان کانال، چې ۱۶۵۰ متره اوږدوالی لري، د کرنې ریاست اړوند د اړیکو دفتر له خوا د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په شپږم میاشتو کې جوړېږي.
ښاغلي هاشمی وویل، د دې کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۱۱۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. نوموړي څرګنده کړه، چې بزګران د هېواد ابادونکي دي، او د کرنې وزارت هڅه کوي ترڅو د دوی د اقتصادي ودې لپاره اړینې پروژې پلي کړي.
د دې پروژې له لارې به د سیمې ۴۴۹۷ کسانو ته د کار زمینه برابره شي، او ۱۱۵۰ کورنۍ به په مستقیمه او غیر مستقیمه ګټه به ترې پورته کړي. همداراز به د یادې پروژې په پایله کې د اوبو ضایعات راکم شي، او بزګران به د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې هوسا شي.
د مموزیو سیمې اوسیدونکو د پکتیا د کرنې ریاست څخه مننه وکړه، چې د دوی په سیمه کې یې د کرنې د پراختیا لپاره ګڼې ګټورې پروژې پلي کړې دي.
