نورستان کې د اوبو مدیریت او اقلیمي بدلونونو سره د سمون په موخه یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

qiam_amin
Tue, Nov 17 2026 2:47 PM
نورستان کې د اوبو مدیریت او اقلیمي بدلونونو سره د سمون په موخه یو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د نورستان ولایت په کانتیوا ولسوالی کې د اقلیمي بدلونونو سره د سمون او د کلیوالي معیشت د پیاوړتیا په موخه د اوبو مدیریت یوه پروژه، چې د اروپایي اتحادیې او د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې «اس‌ډي‌سي» په مالي ملاتړ د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌آرسي» له لوري پلې شوې وه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې بشپړه او د سیمې خلکو ته د ګټې اخیستنې په موخه وسپارل شوه.

د یادې پروژې په ترڅ کې، چې د ۱۴۰۵ کال په اوږدو کې پلې شوې، د کانتیوا ولسوالی په سفله کلي کې د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي یو کانکریټي کانال جوړ شوی، چې د کرنیزو او بڼوالیزو ځمکو د خړوبولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي. همدارنګه، په دې کلي کې ۶۱۰ د اوبو زېرمه کولو او خاورې ساتنې کندې (ټرنچونه) هم جوړې شوې دي.

دغه راز، د کانتیوا ولسوالی په مرکزي کلي کې د ۲۰ مترو په اوږدوالي، ۱۰ مترو په پلنوالي او ۲.۵ مترو په ژوروالي یو د اوبو زېرمه کولو حوض جوړ شوی دی. سربېره پر دې، په یاد کلي کې ۹۱۸ ټرنچونه او ۵۰ چک‌ډېمونه هم جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

د یادو فعالیتونو د سپارلو په مراسمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، اقتصاد ریاست، د کانتیوا ولسوالی او د «ډي‌آرسي» مؤسسې استازو ګډون درلود او بشپړې شوې پروژې یې د سفله او مرکزي کلیو اوسېدونکو ته وسپارلې.

د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې، د اوبو د سرچینو کمښت او د وچکالۍ ګواښونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرنې او کلیوالي معیشت پر وړاندې جدي ننګونې دي. د دغو ننګونو د کمولو، د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت، د باراني اوبو د راټولولو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د ځمکې د تخریب د مخنیوي په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د همکارو مؤسسو په ملاتړ د اوبو مدیریت او د طبیعي سرچینو د ساتنې پروژې پلي کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS