ننګرهار کې څه باندې ۲۸ زره کوچنیو څارویو ته د لیونتوب ضد واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
Sun, Nov 15 2026 12:22 PM
ننګرهار کې څه باندې ۲۸ زره کوچنیو څارویو ته د لیونتوب ضد واکسین کمپاین پیل شو

۲۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۲۸ زره او ۲۵۰ کوچنیو څارویو ته د لیونتوب (انتروتوکسیمیا) ناروغۍ ضد واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د حصارک، شېرزاد، خوږیاڼو، پچیراګام، چپرهار، روداتو، هسکې مېنې، کوټ، بټي کوټ، سره‌رود، بهسود، کامې، کوز کونړ او دره‌نور ولسوالیو کې پلي کېږي، چې له لارې به یې زرګونه کوچني څاروي د یادې ناروغۍ پر وړاندې واکسین او خوندي شي.
د کرنې ریاست د پلان، برنامو د همغږۍ او خصوصي سکتور پراختیا مدیر انجینر عطاالحق بشري او د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر ډاکتر عثمان صدیقي د واکسیناسیون له بهیر څخه د ښه ډاډ ترلاسه کولو په موخه وترنر ډاکترانو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې. دوی د یادې مؤسسې له استازو وغوښتل چې د واکسینونو شمېر زیات او دغه کمپاین نورو ولسوالیو ته هم وغځوي،څو لا ډېرو مالدارانو ته د خدمتونو زمینه برابره شي.
همدارنګه، وترنر ډاکترانو ته سپارښتنه وشوه، چې له مالدارانو سره د ناروغیو د مخنیوي، پر وخت واکسین کولو او د معیاري درملو د کارونې په اړه عامه پوهاوی زیات کړي، ترڅو د څارویو د روغتیا ساتنې په برخه کې د هغوی ونډه پیاوړې شي.
د یاد کمپاین موخه د څارویو د انتروتوکسیمیا ناروغۍ مخنیوی، د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د څارویو د تلفاتو راکمول او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو مخنیوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS