پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵ میلیون افغانیو په ارزښت د زرمت ولسوالی کې د شاه  کاریز کانال د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Nov 14 2026 11:31 AM
پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵ میلیون افغانیو په ارزښت د زرمت ولسوالی کې د شاه  کاریز کانال د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند د شاه کاریز په سیمه کې د اوبولګولو شبکې د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د یادې شبکې د بنسټ ډبرې ایښودو په دغو مراسمو کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د قدرتي سرچینو آمر مولوي رفیع الله، د دې ریاست د کرنې او مالدارۍ متخصص انجینر سید حسن تکل، د اړیکو دفتر مسئولین، د کلي مشران او بزګران ګډون کړی وو.
ښاغلی مولوي رفیع الله د پرانیستلو پر مهال د شاه کاریز سیمې اوسیدونکو ته د یاد کانال د جوړېدو مبارکي ورکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د شاه کاریز  کانال، چې ۱۰۰۰ متره اوږدوالی لري، د کرنې ریاست اړوند د اړیکو دفتر له خوا  د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په شپږم میاشتو کې جوړېږي.
ورپسې ښاغلي تکل وویل، د دې کانال په جوړېدو سره به شاوخوا ۷۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي. نوموړي څرګنده کړه، چې بزګران د هېواد ابادونکي دي، او د کرنې وزارت هڅه کوي ترڅو د دوی د اقتصادي ودې لپاره اړینې پروژې پلي کړي.
د دې پروژې له لارې به د سیمې ۲۱۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي، او مستقیمه او غیر مستقیمه ګټه به ترې پورته شي. همداراز به د یادې پروژې په پایله کې د اوبو ضایعات راکم شي، او بزګران به د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې هوسا شي.
د شاه کاریز سیمې اوسیدونکو د پکتیا د کرنې ریاست څخه مننه وکړه چې د دوی په سیمه کې یې د کرنې د پراختیا لپاره ګڼې ګټورې پروژې پلي کړې دي.


آغاز کار ساخت کانال شاه کاریز به ارزش بیش از ۵ میلیون افغانی در ولسوالی زرمت ولایت پکتیا
۲۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
کار ساخت شبکه آبیاری در منطقه شاه کاریز ولسوالی زرمت ولایت پکتیا، طی مراسمی آغاز شد.
در مراسم تهداب‌گذاری این پروژه، مولوی رفیع‌الله آمر منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، انجینر سید حسن تکل متخصص زراعت و مالداری این ریاست، مسئولان دفتر روابط، بزرگان قومی و شماری از دهقانان حضور داشتند.
مولوی رفیع‌الله هنگام افتتاح این پروژه، ساخت کانال شاه کاریز را به باشندگان منطقه تبریک گفت و افزود که این کانال به طول یک هزار متر، از سوی دفتر روابط با هزینه بیش از ۵ میلیون افغانی در مدت شش ماه ساخته خواهد شد.
در همین حال، انجینر سید حسن تکل گفت که با تکمیل این کانال، حدود ۷۰۰ هکتار زمین زراعتی آبیاری خواهد شد. وی افزود که دهقانان آبادگران کشور هستند و وزارت زراعت تلاش می‌کند تا با تطبیق پروژه‌های زیربنایی، زمینه رشد اقتصادی آنان را فراهم سازد.
با تطبیق این پروژه، برای ۲۱۶۰ تن زمینه کار فراهم می‌شود و باشندگان محل به‌گونه مستقیم و غیرمستقیم از آن مستفید خواهند شد. همچنان، با تکمیل این کانال، ضایعات آب کاهش یافته و آبیاری زمین‌های زراعتی برای دهقانان آسان‌تر خواهد شد.
باشندگان منطقه شاه کاریز از ریاست زراعت ولایت پکتیا به‌خاطر تطبیق پروژه‌های مفید در راستای توسعه زراعت در منطقه‌شان قدردانی کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS