د قدرتي سرچینو لوی رییس د ګذرګاه اول له کرنیز بڼ څخه لیدنه وکړه

qiam_amin
Thu, Nov 12 2026 11:24 AM
د قدرتي سرچینو لوی رییس د ګذرګاه اول له کرنیز بڼ څخه لیدنه وکړه

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي حسین احمد مدني، د دغه وزارت د اطلاعاتو، عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي او د قدرتي سرچینو لوی ریاست یو شمېر کارکوونکو په ملتیا، د ګذرګاه اول له کرنیز بڼ څخه لیدنه وکړه.

د دې لیدنې په ترڅ کې د یاد بڼ بېلابېلې برخې له نږدې وکتل شوې او مسؤولینو د ونو له وضعیت، د هغوی د ودې له بهیر او د ساتنې او پالنې له څرنګوالي څخه ځانونه خبر کړل.

مولوي حسین احمد مدني د بڼ له کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال د ونو پر منظمې ساتنې او پالنې، د بڼ اړتیاوو ته پر رسېدنې او له شته امکاناتو څخه د غوره ګټې اخیستنې ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د لا زیاتو هڅو او کاري مسؤولیت‌پذیرۍ له لارې د دغه بڼ په سمسورتیا او د وضعیت په ښه والي کې ونډه واخلي.

نوموړي همدارنګه د شنو سیمو په پراختیا، د بڼوالۍ د فرهنګ په دودولو او د هېواد د قدرتي سرچینو په ساتنه کې د کرنیزو بڼونو پر ارزښت ټینګار وکړ.

دغه لیدنه د بڼ د وضعیت ارزونې، د ترسره شویو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو او د هغه د ساتنې او پالنې د بهیر د ښه والي په موخه ترسره شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS