میدان وردګو کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالي او د کرنیزو میتودونو د دودولو په موخه ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې

qiam_amin
Wed, Nov 11 2026 2:19 PM
میدان وردګو کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالي او د کرنیزو میتودونو د دودولو په موخه ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۳۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدمتونو د پراختیا، د غنمو د حاصلاتو زیاتوالي او د عصري کرنیزو میتودونو د دودولو په موخه، د دغه ولایت د مرکز په ګډون په نهو ولسوالیو کې بزګرانو ته د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې کړې.

یادې ننداریزې کروندې د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت د مسؤولینو له لوري د اړوندو ولسوالیو له بزګرانو سره په همغږۍ په کتاري بڼه کرل شوې دي.

د دغو ننداریزو کروندو د جوړولو پر مهال، د کرنې ریاست مسؤولینو د اړوندو بزګرانو ترڅنګ د سیمې نورو بزګرانو ته هم د کتاري کښت د ګټو او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او په عملي توګه یې وروزل. په دې روزنه کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي، د ښو حاصل ورکوونکو وږو د ځانګړتیاوو، د اوبو لګولو د مناسبو لارو چارو او د هرزه بوټو د کنټرول په اړه معلومات وړاندې شول.

د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمریت مسؤولین په پام کې لري، چې په راتلونکي کې هم له یادو بزګرانو سره بېلابېلې کرنیزې تجربې او نوې لارې چارې شریکې کړي او وخت پر وخت د دغو ننداریزو کروندو څارنه وکړي، څو بزګران په عملي توګه له معیاري کرنیزو میتودونو سره بلد او په خپلو کروندو کې یې پلي کړي.

بلخوا، د یادو ولسوالیو بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو د جوړولو له پروګرام څخه خوښي څرګنده کړې او د کرنې ریاست له مسؤولینو یې مننه کړې ده. دوی همدارنګه غوښتنه کړې، چې په راتلونکي کې دې ورته نورې ننداریزې کروندې هم جوړې شي، څو د عصري کرنیزو لارو چارو په خپلولو سره د خپلو کرنیزو محصولاتو کچه لوړه کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي، د اصلاح شویو تخمونو او معیاري کرنیزو میتودونو د ترویج او د بزګرانو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېل پروګرامونه پلي کوي. د ننداریزو کروندو جوړول د دغو هڅو یوه مهمه برخه ده، چې له لارې یې بزګران په عملي توګه له نویو کرنیزو تخنیکونو سره بلد کېږي او د کتاري کښت، مناسبو اوبو لګولو، د هرزه بوټو کنټرول او نورو معیاري لارو چارو په خپلولو سره کولای شي خپل حاصلات زیات او د کرنې په برخه کې د تولید کچه لوړه کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS