پکتیکا کې ۳۹۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۳۹۰ مټریک ټنه کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ، د غنمو د تولید او حاصلاتو د زیاتوالي او د خوړو خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د پکتیکا ولایت په اوو ولسوالیو کې ۳۹۰۰ بزګرانو ته ۵۸۵ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
دغه مرسته د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ او د «اکشناېډ» نړۍوالې مؤسسې په همکارۍ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې ۳۹۰۰ مستحقو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د یاد پروګرام په ترڅ کې هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوې ده.
له دغو مرستو څخه د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالی ۶۵۰ بزګران، د وازيخوا ولسوالی ۶۰۰ بزګراند ګومل ولسوالی ۶۵۰ بزګران، د تروې ولسوالی ۵۰۰ بزګران، د اومنه ولسوالی ۵۰۰ بزګران، د یوسفخېل ولسوالی ۵۰۰ بزګران او د جانيخېل ولسوالی ۵۰۰ بزګران برخمن شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول ۵۸۵ مټریک ټنه کرنیز توکي پر ۳۹۰۰ بزګرانو وېشل شوي، چې ۱۹۵ مټریک ټنه یې د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۱۹۵ مټریک ټنه سپینه کیمیاوي سره او ۱۹۵ مټریک ټنه توره کیمیاوي سره دي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعلمحمد «ګوهر» د یاد پروګرام په اړه ویلي، چې د بزګرانو ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی د دغه ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي زیاته کړې، چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش د کرنیزو ځمکو د حاصلخېزۍ، د غنمو د تولید او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښهوالي کې مهم رول لري.
نوموړي د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» او «اکشناېډ» نړۍوالې مؤسسې له مالي ملاتړ او همکارۍ څخه مننه کړې او له ټولو همکارو بنسټونو یې غوښتي، چې د پکتیکا له بزګرانو سره خپلو کرنیزو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
بلخوا، یو شمېر هغو بزګرانو چې له یادو مرستو برخمن شوي، د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو ترلاسه کول به د دوی د کرنیزو فعالیتونو په ښهوالي او د حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي. دوی د پکتیکا د کرنې ریاست، د د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «افاېاو» او «اکشناېډ» نړۍوالې مؤسسې له مرستو مننه کړې او د ورته همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
د یاد پروګرام اساسي موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د کرنیزو فعالیتونو پیاوړتیا، د غنمو د تولید او حاصلاتو زیاتوالی او د کلیوالو کورنیو د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
