د ۱۴۰۵ کال د «متوازنیه» د لګښت کچې د ارزونې او د ۱۴۰۶ کال د«متوازنیه» د وړاندیز په اړه غونډه ترسره شوه
۱۹ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د منظور شوې متوازنیه د لګښتونو او د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د «متوازنیه» د وړاندیزونو د ارزونې غونډه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ، د هغو ریاستونو د رییسانو په ګډون ترسره شوه، چې په روان مالي کال کې ځانګړې متوازنیه لري او یا یې د راتلونکي مالي کال لپاره د«متوازنیه» غوښتنه وړاندې کړې ده.
په دې غونډه کې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره اړوندو ریاستونو ته د ځانګړې شوې «متوازنیه» د لګښتونو کچه وڅېړل شوه او د فعالیتونو د پرمختګ څرنګوالی، د منظور شویو پروګرامونو پلي کېدل او له مالي سرچینو څخه د ګټې اخیستنې کچه وارزول شوه.
همدارنګه، د ۱۴۰۶ مالي کال لپاره د اړوندو ریاستونو د «متوازنیه» وړاندیزونه تر بحث لاندې ونیول شول او ګډونوالو د مالي اړتیاوو، د فعالیتونو د لومړیتوبونو ټاکلو او د راتلونکي کال د پروګرامونو لپاره د «متوازنیه» د غوښتنې د طرحې په اړه خپل نظرونه سره شریک کړل.
مولوي ضیاءالدین واقف د«متوازنیه» پر اغېزمن او موخهمحور لګښت، د مالي سرچینو پر سم مدیریت او د اړوندو ریاستونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او ویې غوښتل، چې د متوازنیې وړاندیزونه دې د واقعي اړتیاوو، کاري لومړیتوبونو او مشخصو پروګرامونو پر بنسټ ترتیب او وړاندې شي.
