د کرنې وزارت پلاوي په ازبیکستان کې له تولیدي، کرنیزو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه
۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د ازبیکستان جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ، د اندجان په ولایت د اساکه ولسوالی له یو شمېر تولیدي، کرنیزو، مالدارۍ او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.
د دغو لیدنو په لړ کې، پلاوي د پنبې او کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس له یوې فابریکې، د کرنیزو شنوخونو له یوې ټولګې او د سرو مرچو د پروسس له یوې فابریکې څخه لیدنه وکړه او د دغو مرکزونو له تولیدي ظرفیتونو، تخنیکي امکاناتو او د محصولاتو د پروسس او بستهبندۍ له بېلابېلو پړاوونو سره بلد شو.
همدارنګه، پلاوي د انګورو له یوه سوداګریز بڼ څخه، چې د اوبو لګولو عصري څاڅکي سیستم پکې کارول کېږي، او د چورګوړو د تولید له یوې فابریکې او د غوښې چرګانو د پروسس او بستهبندۍ له یوه مرکز څخه هم لیدنه وکړه. په دغو لیدنو کې د تولید عصري لارې چارې، د اوبو د سرچینو مدیریت، د سوداګریزو بڼونو پراختیا، د حفظالصحې معیارونه او د چرګانو روزنې د صنعت ظرفیتونه وڅېړل شول.
د سرو مرچو د پروسس د فرعي محصولاتو او پاتې شونو کارول د سینګار او ښکلا د صنعت لپاره د لومړنیو توکو په تولید کې هم د دغو لیدنو له مهمو برخو څخه وو، چې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو او د صنعتي تولیداتو د تنوع په برخه کې پرې بحث وشو.
د دغو لیدنو موخه د عصري تجربو او ټکنالوژیو پېژندنه، د تولیدي او تخنیکي ظرفیتونو ارزونه او د کرنې، مالدارۍ او اړوندو صنعتونو په برخو کې د پوهې د لېږد او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا د فرصتونو پېژندل بلل شوي دي.
د دویمې ورځې د پروګرام په وروستۍ برخه کې، پلاوي د ت بابر تاریخي بڼ له سیمې څخه هم لیدنه وکړه.
