لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکو د اصلاح پروژه پیل شوه

mail-admin
Thu, Nov 05 2026 1:02 PM
لغمان کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکو د اصلاح پروژه پیل شوه

۱۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې له لارې، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د مهترلام ښار اړوند د کلکوټ په سیمه کې د ۵۰۶ زره او ۴۷۵ افغانیو په لګښت د ځمکو د اوبوایستلو پروژه پیل شوه.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې، چې د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن په لارښوونه ترسره شول، د قدرتي سرچینو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او سلاکار انجینر سردار زیار، په کرنه کې د اوبو لګولو د نوې ټکنالوژۍ د ترویج لوی مدیر محمد شاکر حمیدي، د تخنیکي سروې لوی مدیر انجینر حیات‌الله، د سیمې قومي مشرانو او یو شمېر بزګرانو ګډون کړی و.
د پروژې د طرحې له مخې، د کلکوټ په سیمه کې به د جبه‌زاره ځمکو د وچولو په موخه د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي، ۲.۵ مترو په پلنوالي او ۱.۸ مترو په ژوروالي د اوبوایستلو یو کانال جوړ شي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه اصلاح او د بېلابېلو کرنیزو نباتاتو د کر لپاره چمتو شي.
د پروژې د پرانیستې پر مهال د لغمان د کرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمر مولوي ګل رسول زبیر د دې پروژې د پلي کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې کرنیزې ځمکې اصلاح او د بېلابېلو کرنیزو نباتاتو د کر لپاره مناسبې شي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د پروژې د چارو د ښه تطبیق په برخه کې له اړوندو مسؤلینو سره همکاري وکړي.
همدارنګه، د کرنې متخصص او سلاکار انجینر سردار زیار د جبه‌زارو ځمکو د اوبوایستلو د اهمیت په اړه وویل، چې اوبوایستل د ځمکو د اصلاح یوه مهمه تخنیکي پروسه ده، چې په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې ځمکې یې جبه‌زاره او د ځمکې لاندې اوبو سطحه پکې لوړه وي. د نوموړي په وینا، په داسې ځمکو کې د شولو له کر پرته د نورو حبوباتو او سبزیجاتو کر ستونزمن وي.
هغه زیاته کړه، چې د زهکشي سیستم په جوړېدو سره له جبه‌زاره ځمکو څخه اضافي اوبه ایستل کېږي او دغه ځمکې د بېلابېلو کرنیزو نباتاتو د کر او تولید لپاره مناسبې ګرځي.
بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې د پیل هرکلی وکړ او خوښي یې څرګنده کړه، چې د پروژې په بشپړېدو سره به یې جبه‌زاره ځمکې اصلاح او د بېلابېلو کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره چمتو شي.
د ځمکو د اوبوایستل د کرنیزو ځمکو د اصلاح او د ځمکې د حاصلخېزۍ د ساتنې له مهمو تخنیکي لارو څخه ده. په هغو سیمو کې چې د ځمکې لاندې اوبه لوړې وي او اضافي اوبه په ځمکه کې راټولېږي، کرنیز فعالیتونه محدودېږي او د بېلابېلو نباتاتو د ودې او حاصل پر وړاندې ستونزې رامنځته کېږي. د اوبوایستلو کانالونو جوړول د اضافي اوبو په ایستلو، د جبه‌زاره ځمکو په اصلاح، د کرنیزو ځمکو د استفادې په پراختیا او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره زمینه برابروي.


آغاز کار پروژه اصلاح ۳۰۰ جریب زمین‌های باتلاقی به ارزش بیش از ۵۰۰ هزار افغانی در لغمان
۱۴ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از طریق بودجه انکشافی خویش، پروژه احداث کانال زهکشی زمین‌های باتلاقی را به ارزش ۵۰۶ هزار و ۴۷۵ افغانی، در منطقه کلکوټ مربوط شهر مهترلام ولایت لغمان آغاز کرد.
در مراسم آغاز این پروژه که به هدایت مولوی سلیمان ایمن رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان برگزار شد، مولوی گل‌رسول زبیر آمر منابع طبیعی، انجینر سردار زیار متخصص و مشاور زراعت، محمد شاکر حمیدی مدیر عمومی ترویج تکنالوژی نوین آبیاری در زراعت، انجینر حیات‌الله مدیر عمومی سروی تخنیکی، بزرگان قومی و شماری از دهاقین اشتراک داشتند.
بر اساس طرح این پروژه، به‌منظور خشک‌سازی زمین‌های باتلاقی در منطقه کلکوټ، یک کانال زهکشی به طول ۸۵۰ متر، عرض ۲.۵ متر و عمق ۱.۸ متر ساخته می‌شود که با تکمیل آن، حدود ۳۰۰ جریب زمین باتلاقی اصلاح شده و برای کشت انواع نباتات زراعتی آماده خواهد شد.
مولوی گل‌رسول زبیر آمر منابع طبیعی ریاست زراعت لغمان، از آغاز این پروژه ابراز خرسندی نموده و گفت که با تکمیل آن، زمین‌های زراعتی منطقه اصلاح شده و برای کشت انواع نباتات زراعتی مناسب خواهند شد. وی از باشندگان محل خواست تا در تطبیق بهتر این پروژه با مسئولان مربوطه همکاری نمایند.
همچنان، انجینر سردار زیار متخصص و مشاور زراعت، در مورد اهمیت زهکشی زمین‌های باتلاقی گفت که زهکشی یکی از روش‌های مهم تخنیکی اصلاح زمین است که در مناطقی تطبیق می‌شود که سطح آب‌های زیرزمینی در آن‌ها بلند بوده و زمین‌ها حالت باتلاقی داشته باشند. به گفته وی، در چنین زمین‌هایی، به‌جز کشت برنج، کشت سایر غله‌جات و سبزیجات با دشواری همراه است.
وی افزود که با ایجاد سیستم زهکشی، آب‌های اضافی از زمین‌های باتلاقی خارج شده و این زمین‌ها برای کشت و تولید انواع نباتات زراعتی مناسب می‌شوند.
از سوی دیگر، باشندگان محل از آغاز این پروژه استقبال نموده و ابراز خرسندی کردند که با تکمیل آن، زمین‌های باتلاقی‌شان اصلاح شده و برای تولید محصولات مختلف زراعتی آماده خواهد شد.
زهکشی زمین‌ها یکی از روش‌های مهم تخنیکی برای اصلاح زمین‌های زراعتی و حفظ حاصل‌خیزی خاک به شمار می‌رود. در مناطقی که سطح آب‌های زیرزمینی بلند بوده و آب اضافی در زمین تجمع می‌کند، فعالیت‌های زراعتی محدود شده و رشد و حاصل‌دهی نباتات با مشکل مواجه می‌شود. ساخت کانال‌های زهکشی با خارج‌سازی آب‌های اضافی، اصلاح زمین‌های باتلاقی، گسترش استفاده از زمین‌های زراعتی و افزایش تولیدات زراعتی کمک می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS