د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون پرانیستل شو

mail-admin
Wed, Nov 04 2026 9:57 AM
سی‌وپنجمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری افغانستان افتتاح گردید

۱۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو پنځه‌دېرشم نندارتون، د «تلپاتې کرنه او مالداري؛ ډېر تولید، پیاوړی اقتصاد» تر شعار لاندې، د افغانستان اسلامي امارت د چارواکو، د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټانو، د خصوصي سکټور د استازو، کروندګرو او مالدارانو په ګډون، د کابل په بادام‌باغ څېړنیز فارم کې پرانیستل شو.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې اوبه، خاوره، مناسب اقلیم او بشري ظرفیتونه د افغانستان له سترو امتیازونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ، چې له دغو ظرفیتونو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه کولای شي، هېواد اقتصادي خپلواکۍ او د خوړو ځان‌بسیاینې ته ورسوي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د معیاري کولو او له دودیزو لارو چارو څخه عصري میتودونو ته د لېږد په برخه کې هڅې کوي. د نوموړي په وینا، دغه نندارتون د لاسته راوړنو د معرفي کولو، د ظرفیتونو د پېژندلو او د پانګوالو، سوداګرو، کروندګرو او مالدارانو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو لپاره ښه فرصت دی.
په همدې حال کې، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کورنیو محصولاتو په تولید کې پر ځان‌بسیاینې، د سړو خونو پر جوړولو او د کرنې پر عصري کولو ټینګار وکړ. نوموړي د عصري ماشین‌آلاتو او ټکنالوژۍ په وسیله د کروندګرو او مالدارانو سمبالول د دغه سکټور له اساسي اړتیاوو څخه وبلل او له همکارو مؤسسو او نړۍوالو بنسټونو یې وغوښتل، چې د کورنیو تولیدوونکو د تولیداتو د پایښت او ځان‌بسیاینې په برخه کې همکاري وکړي.
د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر مرستیال قاري عبدالستار سعید د ریاست‌الوزراء مقام پیغام ولوست. په دغه پیغام کې کرنه او مالداري د بېوزلۍ په کمولو او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهمې برخې بلل شوې او د قدرتي سرچینو پر اغېزمنې کارونې، د اصلاح شویو تخمونو پر وېش، د نباتي آفتونو او ناروغیو پر کنټرول او د محصولاتو د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار شوی دی. همدارنګه، دغه نندارتون د کورنیو محصولاتو د معرفي کولو، ترویج او بازارموندنې لپاره ارزښتناک فرصت بلل شوی دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان‌محمد فروتن هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د هېواد پراخو ظرفیتونو ته په اشارې وویل، چې له دغو ظرفیتونو څخه ګټه اخیستنه کولای شي افغانستان له واردوونکي هېواد څخه پر صادرونکي هېواد بدل کړي. نوموړي د غوړلرونکو نباتاتو د کرکېلې، کب‌روزنې، چرګانو روزنې، د قره‌قل پسونو د روزنې، د وړیو او ورېښمو تولید، مچیو روزنې، بڼوالۍ او د خاورې د اصلاح په برخو کې د یادې خونې د فعالیتونو یادونه وکړه او د تولیداتو او صادراتو د پراختیا لپاره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال قاري عبدالولي صدیقي هم د هېواد پرمختګ د نوې ټکنالوژۍ او عصري ماشین‌آلاتو له کارونې سره تړلی وباله او ویې ویل، چې د معیاري کرنې او مالدارۍ پراختیا د ټولنې د روغتیا له تأمین سره مستقیمه اړیکه لري.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو، عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو بازارموندنه او معرفي، له کروندګرو او مالدارانو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، پر وارداتو د اتکا کمول، د صادراتو پراختیا او د تولیدوونکو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وبلله.
دغه نندارتون د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر، د یوشمېر بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټانو او د خصوصي سکټور د یو شمېر استازو په ګډون پرانیستل شو. د مراسمو په پای کې مولوي بازمحمد فیضان د غونډې دعا ولوسته او ګډونوالو د نندارتون له بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه.
د کرنیزو او مالداۍ محصولاتو دغه خزاني نندارتون به د روان کال د لړم میاشتې له ۱۳مې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې، د څلورو ورځو لپاره، د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS