خوست کې د درېیو انسټیټونو محصلینو ته په کرنیزو، مالدارۍ او ځنګلونو برخو کې عملي او مسلکي روزنه ورکول کېږي

mail-admin
Tue, Nov 03 2026 10:08 AM
خوست کې د درېیو انسټیټونو محصلینو ته په کرنیزو، مالدارۍ او ځنګلونو برخو کې عملي او مسلکي روزنه ورکول کېږي

۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د درېیو انسټیټونو محصلینو ته د کرنیزو علومو، مالدارۍ او ځنګلونو په برخو کې عملي روزنه وړاندې کېږي.
د خوست مرکز، تڼیو او ځاځي میدان ولسوالیو د درېیو انسټیټونو محصلینو ته له تېرو څو ورځو راهیسې د کرنیزو علومو، نباتي ناروغیو، کرنیزو تحقیقاتو، مالدارۍ، وترنري خدماتو او ځنګلونو د ساتنې په برخو کې عملي روزنیز معلومات وړاندې کوي.
د یاد ریاست متخصصین او مسلکي کارکوونکي محصلینو ته د زراعتي محصولاتو د بسته‌بندۍ او درجه‌بندۍ، په شنو خونو کې د سبزیجاتو د کرنې، د نباتي ناروغیو د پېژندنې او مخنیوي، د کرنیزو څېړنو، د حاصلاتو د ارزونې او د څېړنیزو معلوماتو (ډیټا) د راټولولو په اړه معلومات ورکوي.
همدارنګه، د مالدارۍ او حیواني روغتیا په برخو کې د څارویو د ناروغیو پېژندنه او مخنیوی، د وترنري لابراتوارونو فعالیتونه، د څارویو د مصنوعي القاح تخنیکونه، د څارویو د تغذیې او ساتنې اصول او د حیواني ناروغیو د کنټرول اړوند موضوعات د روزنې په مهمو برخو کې شامل دي.
د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په برخه کې هم محصلینو ته د ځنګلونو د ساتنې او احیا، د نیالګیو د تولید، د قوریه‌جاتو د جوړولو او مدیریت، د نیالګیو د روزنې، د ونو د کېنولو او پالنې او د طبیعي سرچینو د دوامدارې استفادې په اړه عملي معلومات وړاندې کېږي.
د دې روزنیز پروګرام موخه د محصلینو د مسلکي پوهې لوړول، د نظري زده‌کړو ترڅنګ د عملي تجربو ترلاسه کولو زمینه برابرول او د کرنې، مالدارۍ او طبیعي سرچینو په برخو کې د هغوی د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیز پروګرام به په راتلونکو څو ورځو کې به هم دوام ولري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS