د لغمان د کرنې رییس د ولسونو د ستونزو اورېدو او کرنیز وضعیت ارزونې په موخه بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ

mail-admin
Mon, Nov 02 2026 10:14 AM
د لغمان د کرنې رییس د ولسونو د ستونزو اورېدو او کرنیز وضعیت ارزونې په موخه بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ

۱۱ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان د ولایت مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله په مشرۍ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د سکتوري ریاستونو رئیسانو او د مؤسسو مسؤلینو هم ملتیا ورسره کوله، د بادپښ ولسوالۍ ته سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په یوه پراخه ولسي غونډه کې ګډون وکړ او د کرنې او مالدارۍ د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې کرنه او مالداري د هېواد د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې رغنده رول لري او د هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي په دغو برخو کې پر کار بوخت دي.
نوموړي له بزګرانو او مالدارانو وغوښتل، چې د خپلو کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د پراختیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي، خپل تولیدات زیات کړي او د خپلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې خلک باید د خپلو اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره پر خپلو وړتیاوو تکیه وکړي او یوازې بهرنۍ مرستې ته په تمه پاتې نه شي.
د کرنې رئیس د ولسونو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه، چې د بادپښ ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه وشي، څو د هغوی اړتیاوو ته د رسېدنې او د کرنیزو خدمتونو د پراختیا لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
همدارنګه، د یاد سفر په ترڅ کې د کرنې رییس د بادپښ ولسوالۍ د کرنیزو چارو مدیریت له کارکوونکو سره جلا ناسته وکړه، د هغوی ستونزې او کاري اړتیاوې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS