د کرنې وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

user-admin
Thu, Oct 29 2026 3:36 PM
تفاهم‌نامه همکاری به ارزش بیش از ۳۴  میلیون دالر میان وزارت زراعت و مؤسسه بین‌المللی افغان اید امضا شد

۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ترمنځ د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې د مسؤلینو په حضور کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې لاسلیک شو.
دغه هوکړه‌لیک د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري او د «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې مرستیال او د اقلیمی برخی  اقداماتو رییس گورو نایک له خوا لاسلیک شو.
دغه پروژې د بریټانیا هېواد په مالي ملاتړ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ، په شپږو ولایتونو «سمنګان، دایکنډي، فاریاب، تخار، پکتیکا او کونړ» کې پلي کېږي، چې ۱۶ ولسوالۍ او ۲۷۰ کلي به تر پوښښ لاندې راولي. د دغو پروژو د پلي کېدو موخه د بېوزلۍ کمول، د کورنیو د معیشتي وضعیت ښه والی، د کرنې تلپاتې پراختیا، د بزګرانو ملاتړ او په هېواد کې د کرنې سکتور پیاوړتیا ده. 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په دغو مراسمو کې وویل، چې د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو او د کرنې سکتور په پرمختګ کې د مؤسسو همکاري ځانګړی ارزښت لري. نوموړي د پروژو په پلي کېدو کې پر روڼتیا، کیفیت او همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ګډه موخه د کرنې سکتور وده، د بزګرانو ملاتړ او د هېواد په ولایتونو کې د کورنیو اړتیاوو ته رسېدنه ده.
د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، ددغو پروژو په ترڅ کې د اوبو لګولو په برخه کې د ۱۲ زره او ۲۲۷ واټرشېډونو جوړول، د ۶۶۵ چکډېمونو رغول، د ۹ زره او ۱۰۳ ګبیونونو جوړول او د اوبو د ۱۰۹ زېرمو جوړول په پام کې نیول شوي دي. د چکډېمونو په جوړېدو سره به د ۱۲ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو زمینه برابره شي. همدارنګه، د دغه پروګرام د پلي کېدو په لړ کې به ۱۴ زره کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ورکړل شي.
د بڼوالۍ په برخه کې د ۲۵۹ زرو څخه د زیاتو مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو کېنول او د دوه زره او ۱۵۰ بڼونو جوړول په پام کې نیول شوي دي. همدارنګه، دوه زره او ۱۴۶ کسانو ته به د تازه او وچو مېوو د راټولولو او ساتنې په برخو کې روزنه ورکړل شي.
د مالدارۍ په برخه کې هم د دوه زره او ۳۸۳ غواګانو، وزو او چرګانو وېش، په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارۍ د محصولاتو د پروسس او راټولولو د ۱۱۶ مرکزونو جوړول او د شېدو د راټولولو لپاره د ۹۰ زرنج موټرسایکلونو وېش د دغو پروژو په پروګرامونو کې شامل دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او «افغان‌اېډ» نړۍوالې مؤسسې ژمنه وکړه، چې د دغو پروژو د اغېزمن پلي کېدو، د کیفیت د تأمین او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره به په ګډه همغږۍ او همکارۍ فعالیت وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS