دیدار رییس زراعت کندز با مسئولان مؤسسه اکبر به‌منظور تطبیق پروژه‌های انکشافی

mail-admin
Wed, Oct 28 2026 9:30 AM
دیدار رییس زراعت کندز با مسئولان مؤسسه اکبر به‌منظور تطبیق پروژه‌های انکشافی

۶ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز با مسئولان مؤسسه اکبر در دفتر کارش دیدار کرد و در مورد تقویت هماهنگی و همکاری مشترک با مؤسسات داخلی و خارجی به‌منظور تطبیق پروژه‌های انکشافی در بخش زراعت و مالداری گفتگو نمود.
در این دیدار در مورد اهمیت هماهنگی میان ریاست زراعت و مؤسسات همکار، تطبیق مؤثر پروژه‌های انکشافی و ارائه خدمات بهتر به دهاقین و مالداران بحث صورت گرفت.
مولوی نیاز محمد عابد همکاری مشترک میان ادارات دولتی و مؤسسات همکار را برای رشد و انکشاف زراعت و مالداری مهم دانست و تأکید کرد که پروژه‌های انکشافی باید با درنظرداشت نیازهای واقعی دهاقین و مالداران طرح و تطبیق شوند تا زمینه مناسب برای انکشاف پایدار سکتور زراعت فراهم گردد.
مسئولان مؤسسه اکبر نیز بر اهمیت هماهنگی و همکاری مشترک با ریاست زراعت تأکید کرده و آمادگی خود را برای همکاری در راستای تطبیق بهتر برنامه‌ها و پروژه‌های انکشافی ابراز کردند.
این دیدار به‌منظور تقویت همکاری‌های مشترک، بهبود هماهنگی میان ادارات مربوطه و رشد و انکشاف سکتور زراعت و مالداری در ولایت کندز انجام شد.

د کندز د کرنې رییس د اکبر مؤسسې له مسؤلینو سره د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه لیدنه وکړه
۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد دخپل کار په دفتر کې د اکبر مؤسسې له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه یې له کورنیو او بهرنیو مؤسسو سره د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت، د پراختیایي پروژو د اغېزمن پلي کېدو او بزګرانو او مالدارانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په اړه بحث وشو.
مولوي نیاز محمد عابد د دولتي ادارو او همکارو مؤسسو ترمنځ ګډه همکاري د کرنې او مالدارۍ د ودې او پرمختګ لپاره مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې پراختیایي پروژې باید د بزګرانو او مالدارانو د واقعي اړتیاوو په پام کې نیولو سره طرحه او پلې شي، څو د کرنې په سکټور کې د دوامدار پرمختګ لپاره مناسب شرایط برابر شي.
د اکبر مؤسسې مسؤلینو هم د کرنې له ریاست سره د همغږۍ او ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د پراختیایي پروګرامونو او پروژو د ښه تطبیق په برخه کې یې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.
دا لیدنه د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د ښه والي او د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او پرمختګ په موخه ترسره شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS