د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
Tue, Oct 27 2026 9:47 AM
برگزاری نشست هماهنگی به منظور برگزاری نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی و مالداری

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او همکارو مؤسسو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په موخه، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احمدالله اتل او د خصوصي سکټور د پراختیا رییس مولوي عبدالواحد شبیر په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، چې په ترڅ کې یې د همکارو مؤسسو استازو ته د روان کال د لړم میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د خزاني نندارتون د جوړېدو په اړه معلومات ورکړل شول.
د کرنې وزارت مسوولینو له همکارو مؤسسو وغوښتل، چې په دغه نندارتون کې د فعال ګډون له لارې د هېواد د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د پېژندنې او بازارموندنې په برخه کې ونډه واخلي او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د ګډونوالو مؤسسو استازو هم ډاډ ورکړ، چې د دغه نندارتون په جوړېدو کې به همکاري وکړي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره به په همغږۍ فعاله ونډه واخلي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS