لغمان کې ۳۵ بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، ۳۵ تنو بزګرانو ته د غنمو او لوبیا د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، کرنیز توکي او نغدي مرسته ووېشل شول.
د یاد پروګرام موخه د غنمو او لوبیا د حاصلاتو زیاتوالی، د اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو دودول او بزګرانو ته د عملي زدهکړو زمینه برابرول دي.
د یاد پروګرام له مخې، د غنمو د ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۱۶ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۲۵ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتو کولو لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
همدارنګه، د لوبیا د ننداریزې کروندې هر بزګر ته ۲۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د لوبیا تخم، ۱۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره، ۲۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او د ځمکې د چمتو کولو لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
د مرستو د وېش لړۍ د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن له لوري پیل شوه.
د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن وویل، چې یادې ننداریزې کروندې به د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو په کارولو سره جوړې شي، څو د غنمو او لوبیا حاصلات زیات او نورو بزګرانو ته د نوو کرنیزو میتودونو د عملي زدهکړې زمینه برابره شي.
نوموړي همدارنګه بزګرانو ته د قطاري کرنې د اهمیت په اړه مسلکي لارښوونې وکړې، هغوی یې د عصري کرنې کارولو ته وهڅول او سپارښتنه یې ورته وکړه، چې وېشل شوي کرنیز توکي د یاد ریاست د مسلکي ټیم د لارښوونو او مشورو له مخې په خپلو کروندو کې وکاروي.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کروندې د نوو کرنیزو تخنیکونو، اصلاح شوو تخمونو او معیاري کرنیزو طریقو د عملي ښودنې لپاره جوړېږي. دغه کروندې نه یوازې د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مرسته کوي، بلکې بزګرانو ته د نوو کرنیزو میتودونو د عملي زدهکړې او په خپلو کروندو کې د هغو د پلي کولو زمینه هم برابروي.
