هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

qiam_amin
Sun, Oct 25 2026 2:31 PM
هلمند کې د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د لښکرګاه ښار د بولان سیمې او د ګرشک او سنګین ولسوالیو اړوند د درېیو زهکشۍ کانالونو د پاکولو او بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

یادې پروژې چې څه موده وړاندې پیل شوې دي، د مسلکي انجنیرانو تر مستقیمې څارنې لاندې پلې کېږي او موخه یې د کرنیزو ځمکو د اضافي اوبو ایستل، د ولاړو اوبو له امله د رامنځته شویو ستونزو کمول او د کرنیزو ځمکو د بیا فعالولو لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي.

د معلوماتو له مخې، د لښکرګاه ښار د بولان سیمې اړوند د زابر کانال، چې شاوخوا اووه کیلومتره اوږدوالی لري، د کندنکارۍ چارې بشپړې شوې دي او د کانال په مسیر کې یو پلچک هم جوړ شوی دی.

همدارنګه، د ګرشک ولسوالۍ اړوند د ادینزو زابر د کندنکارۍ چارې بشپړې شوې او د پلچک جوړولو بهیر یې روان دی.

د همدې ولسوالۍ د ادینزو زابر د کندنکارۍ چارې هم په جریان کې دي.

دغه پروژې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۵ میلیونه، ۴۳۹ زره او ۹۸۵ افغانیو په ټولیز لګښت پلې کېږي، چې په ترڅ کې به یې د ۱۷.۸۷۶ کیلومتره په اوږدوالي د زهکشۍ کانالونو د پاکولو او اړوندو ساختماني چارو بهیر بشپړ شي.

د یادو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۶ زره جریبه کرنیزه ځمکه له اضافي اوبو او د ولاړو اوبو له ستونزې څخه وژغورل شي، چې په پایله کې به یې د ځمکو د حاصل‌خېزۍ د ساتنې، د کرنیزو ځمکو د بیا فعالولو او د دوه‌فصله کرنې د پراختیا لپاره زمینه برابره شي.

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وایي، د زهکشۍ کانالونو پاکول او بیارغونه د کرنیزو ځمکو د ساتنې، د اضافي اوبو د ایستلو او د کرنیزو فعالیتونو د ښه‌والي لپاره ځانګړی اهمیت لري ، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د ولاړو اوبو له امله د کروندګرو ستونزې راکمې او د کرنیزو ځمکو د اغېزمنې ګټې اخیستنې ترڅنګ به د حاصلاتو د زیاتوالي او د کروندګرو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره هم زمینه برابره شي.

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د پراختیايي پروژو د پلي کولو له لارې د کرنې سکتور پیاوړی، کرنیزې ځمکې خوندي او د کروندګرو ستونزو ته اغېزمنې حل‌لارې برابرې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS