غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

mail-admin
Wed, Oct 21 2026 11:41 AM
غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو چارو د پراختیا په موخه، د ولایت په مرکز او د آب‌بند، جغتو، ولي‌محمد شهید، مالستان، ګیرو او اندر ولسوالیو کې ۱۸ تنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشله.
د دې پروګرام په ترڅ کې هر بزګر ته ۱۶ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۲۵ کیلوګرامه «ډي‌اې‌پي» سره او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکړل شول. په ټولیز ډول، ۲۸۸ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۴۵۰ کیلوګرامه «ډي‌اې‌پي» سره او ۹۰۰ کیلوګرامه یوریا سره پر مستحقو بزګرانو ووېشل شول.
وېشل شوي تخمونه او کیمیاوي سره د غنمو د ننداریزو کروندو د جوړولو لپاره ځانګړي شوي دي. په دغو کروندو کې به بزګران د کرنې د متخصصینو د تخنیکي لارښوونو له مخې، په عملي توګه د معیاري کرنې له لارو چارو، د اصلاح شوو تخمونو له سمې کارونې او د کیمیاوي سرو له مناسب استعمال سره بلد شي. د دغو کروندو جوړول به د تخنیکي تجربو د لېږد او د اغېزمنو کرنیزو طریقو د دودولو زمینه هم برابره کړي او د غنمو د تولید او حاصلاتو په ښه والي کې به مرسته وکړي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بزګرانو د ملاتړ او د کرنیزو خدمتونو د پراختیا په موخه هڅه کوي چې ورته پروګرامونه د ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي. په همدې لړ کې، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د غزني ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شي.
دغه ریاست له بزګرانو غواړي، چې د غنمو د کرلو او کیمیاوي سرو د کارونې پر مهال د کرنې د متخصصینو تخنیکي لارښوونې په پام کې ونیسي او وېشل شوي توکي د فني سپارښتنو له مخې وکاروي، څو له برابر شوو امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه پورته او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي او ښه والي لپاره زمینه برابره شي.

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی
۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این ولایت و ولسوالی‌های آب‌بند، جغتو، ولی‌محمد شهید، مالستان، گیرو و اندر، تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در جریان این برنامه، به هر دهقان ۱۶ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۲۵ کیلوگرام کود دی‌ای‌پی (DAP) و ۵۰ کیلوگرام کود یوریا توزیع شد. در مجموع، ۲۸۸ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۴۵۰ کیلوگرام کود دی‌ای‌پی و ۹۰۰ کیلوگرام کود یوریا میان دهقانان مستحق توزیع گردید.
تخم‌ها و کودهای کیمیاوی توزیع‌شده به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم اختصاص یافته‌اند. در این کشتزارها، دهقانان زیر نظر متخصصان زراعت، به‌گونه عملی با روش‌های معیاری زراعت، استفاده درست از تخم‌های اصلاح‌شده و کاربرد مناسب کودهای کیمیاوی آشنا خواهند شد. ایجاد این کشتزارها زمینه انتقال تجربیات تخنیکی و ترویج روش‌های مؤثر زراعتی را نیز فراهم کرده و به بهبود تولید و افزایش حاصلات گندم کمک خواهد کرد.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور حمایت از دهقانان و گسترش خدمات زراعتی تلاش می‌کند تا برنامه‌های مشابه را به سایر مناطق این ولایت نیز توسعه دهد. در همین راستا، قرار است در روزهای آینده برای شماری از دهقانان در برخی ولسوالی‌های دیگر غزنی نیز تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع شود.
این ریاست از دهقانان می‌خواهد هنگام کشت گندم و استفاده از کودهای کیمیاوی، رهنمودهای تخنیکی متخصصان زراعت را رعایت کرده و مواد توزیع‌شده را مطابق توصیه‌های فنی استفاده کنند تا از امکانات فراهم‌شده به‌گونه مؤثر بهره‌برداری کرده و زمینه افزایش و بهبود حاصلات زراعتی را فراهم سازند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS