پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Mon, Oct 19 2026 9:09 AM
پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ګردېز،  زرمت، لجه منګل او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د درې زره  بزګرانو لپاره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه. د یاد پروګرام لپاره د مستحقو بزګرانو سروې هم له وړاندې بشپړه شوې وه.
د پروګرام له مخې، په مرکز ګردېز کې به ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه د ۸۰۰ افغانیو په بدل کې ورکړل شي، او په زرمت، لجه منګل او ځاځي اریوب ولسوالیو کې به ۱۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې په وړیا ډول ووېشل شي.
د وېش په مراسمو کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزي، د غله‌جاتو مدیر، د افغان سوله جوړونکو موسسې استازو، بزګرانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د پروګرام په مراسمو کې له همکارو موسسو څخه مننه وکړه او له بزګرانو یې وغوښتل، چې اصلاح شوي تخمونه په خپلو ځمکو کې په سمه توګه وکري او د کرنیزو سپارښتنو په عملي کولو سره د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره هڅه وکړي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې په وړیا مرستو کې هر مستحق بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي. نوموړي وویل، د دغه پروګرام موخه د اړمنو بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د کرنیزو لګښتونو کمول او د هغوی د تولیدي وړتیا لوړول دي.
تمه ده، چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش به د غنمو د تولید په زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د کمیت او کیفیت په ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې د همکارو ملي او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د کرنیزو ملاتړیزو پروګرامونو له لارې د بزګرانو ستونزې راکمې، د کرنیزو محصولاتو تولید زیات او د هېواد د خوړو خوندیتوب پیاوړی کړي. د دغو پروګرامونو پلي کول د عصري کرنیزو لارو چارو د دودولو، د بزګرانو د تولیدي وړتیا د لوړولو او د هېواد د کرنیز سکټور د دوامدارې ودې لپاره مهم بلل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS