هېواد کې د کیمیاوي سرې د کیفیت ښه‌والي په موخه د کرنې او مالدارۍ مرستیال له واردوونکو شرکتونو سره مشورتي غونډه وکړه

mail-admin
Sat, Oct 17 2026 4:27 PM
نشست معین زراعت و مالداری با واردکنندگان کود کیمیاوی برای بهبود کیفیت کود در کشور

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزې او مالدارۍ پرمختیا صندوق د کنفرانسونو په تالار کې د افغانستان د کیمیاوي سرې واردوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره مشورتي غونډه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې غونډه کې د باکیفیته او معیاري سرې تولید د بزګرانو د ملاتړ په برخه کې یو له مهمو مسؤلیتونو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې واردوونکو شرکتونه او حکومت باید د بې‌کیفیته او تقلبي سرې د تولید، پېر، پلور او وارداتو د مخنیوي لپاره ګډې هڅې او همکارۍ وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د بې‌کیفیته سرې کارول، پر بزګرانو د اقتصادي زیانونو سربېره، د خاورې د تخریب او کیفیت د ټیټېدو لامل هم کېږي. هغه په هېواد کې د کیمیاوي سرې د تولیدوونکو  پر ملاتړ او د سرې د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار وکړ.
د غونډې په دوام کې د بلخ، هرات، کابل او کندهار ولایتونو د کیمیاوي سرې تولیدوونکو شرکتونو استازو د باکیفیته سرې د تولید او عرضې په برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق لوی رییس انجنیر عبدالغفور غفاري د باکیفیته سرې تولید د هېواد له اساسي اړتیاوو څخه وباله او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې یې د کیمیاوي سرې له تولیدوونکو او واردوونکو  شرکتونو سره د یاد صندوق د همکارۍ او مشارکت لپاره چمتووالی څرګند کړ.
په دې غونډه کې همدارنګه د کیمیاوي سرې د کیفیت د تشخیص او تثبیت لپاره د یوه مجهز لابراتوار د جوړولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS