د کاپیسا د کرنې ریاست د اداري او مالي وضعیت او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

mail-admin
Mon, Oct 12 2026 1:05 PM
بررسی وضعیت اداری و مالی و راه‌های افزایش عواید ریاست زراعت کاپیسا

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د اداري او مالي وضعیت د ارزونې او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو د پېژندلو په موخه، د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې، یاد پلاوي د کاپیسا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له رییس مولوي روح‌الله روحاني او د دغه ریاست له آمرینو سره وکتل او د عایداتي سرچینو د ارزونې، د عوایدو د راټولولو د ټاکل شویو موخو د تحقق کچې، شته ستونزو او ننګونو او همدارنګه د عوایدو د راټولولو د بهیر د ښه والي او زیاتوالي لپاره د عملي لارو چارو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه لیدنه د کاپیسا د کرنې ریاست د اداري او مالي وضعیت د هر اړخیزې ارزونې او د عایداتي سرچینو د مدیریت د ښه والي لپاره د اغېزناکو لارو چارو د پېژندلو په موخه ترسره شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS