د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت؛ ددرېیم فارم اړوند د ۲۶ مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د بیارغونې چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Oct 11 2026 9:45 AM
444

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د درېیم فارم اړوند د غني‌خېلو ولسوالی د ډاکې کلي په سیمه کې د ۲۶مې ویالې د ۵۸۰ شمېرې سیفون د ترمیم او بیارغونې چارې پیل شوې.
دغه پروژه، چې مالي لګښت یې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري تمویلېږي، د یاد شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د اوبولګولو د تخنیکي ساتنې او څارنې آمر انجنیر محمد صادق زهیر او د ساختمان آمریت د مسوولینو له لوري، د اړوندو چارواکو په حضور کې قراردادي شرکت ته وسپارل شوه.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د یاد سیفون د اساسي ترمیم او بیارغونې چارې د ۷۵ ورځو په موده کې بشپړې او له تخنیکي معیارونو سره سم بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیفون د وروستیو اورښتونو، سېلابونو او د اوبو د جریان د زیاتوالي له امله زیانمن شوی و، چې له کبله یې د سیمې د اوسېدونکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی او د شاوخوا کورونو او کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو اندېښنې هم رامنځته شوې وې.
تمه کېږي، چې د یاد سیفون په اساسي ترمیم او بیارغونې سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې، د اوبو د جریان او مدیریت چارې ښې او د استوګنیزو کورونو او کرنیزو ځمکو د احتمالي زیانونو مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د چپرهار سیفون او د ۲۳مې ویالې د ۵۲۰ شمېرې سیفون د ترمیم او بیارغونې ساختماني چارې هم پیل شوې دي، چې اوس مهال یې کارونه په منظم ډول روان دي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وایي، چې د اوبولګولو د تاسیساتو ساتنه، د زیانمنو شویو ویالو او سیفونونو ترمیم او بیارغونه، د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د کرنیزو ځمکو خوندیتوب او د بزګرانو او سیمې د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه یې له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د یادونې ده، چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو او اوبولګولو تاسیساتو د ساتنې، پراختیا او بیارغونې له لارې هڅه کوي، څو د اوبو د اغېزمن مدیریت، د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS