د کرنې وزیر: افغانستان له ازبیکستان سره د کرنیزو همکاریو او ګډې پانګونې پراختیا ته چمتو دی

mail-admin
Thu, Oct 08 2026 8:59 AM
وزیر زراعت: افغانستان آماده گسترش همکاری‌های زراعتی و سرمایه‌گذاری مشترک با اوزبیکستان است

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په تاشکند کې د وچې په منځ کې د راګېر هېوادونو، د خوړو خوندیتوب او تلپاتې پراختیا موخو په غونډه کې د ګډون پر مهال، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د کرنیزو، سوداګریزو او ګډې پانګونې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د کرنې وزیر د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو او اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان او ازبیکستان همکاري باید یوازې د کرنیزو محصولاتو تر سوداګرۍ محدوده نه وي، بلکې د کرنیزو تولیداتو، پروسس، بسته‌بندۍ، بدلون‌موندونکو صنایعو، کرنیزو ماشینونو او د ارزښت ځنځیرونو د رامنځته کولو برخو ته هم پراخه شي.
نوموړي حاصلخېزې ځمکې، اقلیمي تنوع او ځوان کاري ځواک د پانګونې له مهمو ظرفیتونو څخه وبلل او ویې ویل، چې افغانستان په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې شاوخوا ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید کړې ده، چې دا د کرنیزو تولیداتو په برخه کې د هېواد د پام وړ ظرفیت ښکارندويي کوي.
مولوي عطاءالله عمري زیاته کړه، چې د افغانستان موخه یوازې د خامو موادو تولید نه دی، بلکې د پروسس او تولیدي صنایعو، د پروسس او بسته‌بندۍ مرکزونو د پراختیا له لارې به د محصولاتو ارزښت په هېواد کې دننه لوړ، د کارموندنې زمینه برابره، د بزګرانو عواید زیات او د صادراتو د پراختیا لپاره زمینه مساعده شي.
نوموړي د عصري اوبولګولو سیستمونو، کرنیزو ماشینونو، د کرنیزو توکو د تولید، نساجۍ، غوړیو د استخراج او له کرنې سره د تړلو نورو صنایعو په برخو کې پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ له مهمو زمینه‌وو څخه وبلله.
د کرنې وزیر د افغانستان جغرافیایي موقعیت د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو د نښلولو لپاره مناسب وباله او د ازبیکستان له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د کرنې او له دې سکتور سره د تړلو صنایعو په پروژو کې پانګونه وکړي.
مولوي عطاءالله عمري په پای کې وویل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د همکارۍ او پانګونې د زمینې برابرولو لپاره چمتو دی او هڅه کوي، چې دوه‌اړخیز تفاهمونه په عملي پروژو او دوامدارو اقتصادي همکاریو بدل شي.
د وچې پورې تړلو هېوادونو نړۍوال تخنیکي مجمع د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا، د خوړو د خوندیتوب، تلپاتې پراختیا، سوداګرۍ او د وچې پورې تړلو هېوادونو ترمنځ د پانګونې د پراختیا په موخه جوړېږي. افغانستان هم په دې غونډه کې د کرنې، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې خپل ظرفیتونه او د همکاریو زمینه مطرح کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS