د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې دکرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون 

mail-admin
Wed, Oct 07 2026 1:04 PM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړ.

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د امام ابوحنیفه (رح) په پنځم ملي او نړۍوال نندارتون کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزیر مولوي دین‌محمد حنیف، د اسلامي امارت د یو شمېر نورو چارواکو، د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د دیپلوماتانو او پانګه‌والو، د کرنې او مالدارۍ خونې مشرتابه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه او ملي او نړۍوالو پانګه‌والو په ګډون پرانیستل شو.
د پرانیستې مراسمو ویناوالو وویل، د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو تولیداتو بازارموندنه، له بهرنیو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرو او پانګه‌والو د اړیکو پیاوړتیا، نړۍوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ورپېژندنه او له نړۍ سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د زمینه برابرول دي.
هغوی همداراز د کورنیو تولیدي فعالیتونو پر ملاتړ او د شرکتونو د ودې او پراختیا لپاره د لا زیاتو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې په دې برخه کې د پام وړ اقدامات شوي دي.
په دغه نندارتون کې لسګونه غرفې د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارې ته ځانګړې شوې وې. همداراز، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یوه ځانګړې غرفه د کرنیزو محصولاتو د نندارې او کورنیو او بهرنیو سوداګرو او متشبثینو ته د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې د فرصتونو د ورپېژندلو په موخه جوړه شوې، چې د نندارتون د ترسره کېدو په موده کې د ګډون‌والو پر مخ پرانیستې ده.
د امام ابوحنیفه (رح) پنځم ملي او نړۍوال نندارتون د «پیاوړی اقتصاد؛ پیاوړی افغانستان» تر سرلیک لاندې د کابل په حضوري چمن کې د افغانستان د نړۍوالو نندارتونونو په مرکز کې د پنځو ورځو لپاره جوړ شوی دی. په دغه نندارتون کې له ۷۰۰ څخه ډېرې غرفې جوړې شوې دي، چې له ډلې یې ۱۱۳ غرفې د ایران، ترکیې، هند او ازبیکستان د سوداګرو او پانګه‌والو له لوري جوړې شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS