د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

user-admin
Thu, Oct 01 2026 1:22 PM
جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ په لوی ریاست کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د ملي احصایې ادارې د جغرافیایي معلوماتو عمومي رییس حاجي ملا هدایت‌الله ابوتراب، د دواړو ادارو یو شمېر رییسانو او تخنیکي کارپوهانو ګډون کړی و.
په غونډه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د احصایو او معلوماتو او نورو ګډو موضوعاتو په اړوندو برخو کې د لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ پر رامنځته کولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، د کرنې وزارت د بېلابېلو برخو اړوند د احصایو او معلوماتو د سروې، ارزونې، راټولولو، تنظیم او کارونې څرنګوالی هم تر بحث لاندې ونیول شو او د یادو چارو پر معیاري او تخنیکي پرمخ بېولو ټینګار وشو.
مولوي صدراعظم عثماني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دواړو ادارو ترمنځ همغږي کولای شي د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د برخو د اړتیا وړ احصایو او معلوماتو د راټولولو، تنظیم او کارونې بهیر په ښه والي کې اغېزمنه تمامه شي.
په پای کې، دواړو لورو د احصایوي، معلوماتي او نورو اړوندو موضوعاتو په برخو کې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر دوام، د دندو د تفکیک او د دواړو ادارو د وظیفوي مسؤولیتونو په چوکاټ کې، ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS