نورستان کې سلګونو بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

mail-admin
Tue, Sep 29 2026 2:47 PM
نورستان کې سلګونو بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې زرګونو  بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د عامه پوهاوي ښوونیز پروګرامونه پیل کړي دي.
په همدې لړ کې، د نورستان ولایت مرکز پارون او ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د یاد ریاست له لوري د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول. په دغو پروګرامونو کې د کلي ملا امامانو او ملکانو په ګډون د بېلابېلو سیمو بزګرانو برخه اخیستې وه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست رییس مولوی عبدالمنان «حاجي موسر» وویل، چې په دغو پروګرامونو کې د نورستان د اقلیمي وضعیت، د اقلیم او اقلیمي بدلون، د اقلیمي بدلون د عواملو، پر کرنه او مالدارۍ سکتور د هغه د اغېزو، د سازګارۍ او سازښت لارو چارو او همدارنګه د مخکني خبراوي سیستم په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول.
مولوی عبدالمنان «حاجی موسر »وویل، چې ددغو پروګرامونو په ترڅ کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په تړاو او نورو چاپېریالي طبیعي پېښو په اړه ګډونوالو ته معلوماتي پرېزنټېشنونه وړاندې شوي دي.
په همدې حال کې د یاد ریاست د طبیعي پېښو د ارزونې او مډلنګ متخصص انجنیر دواجان همت وویل، چې ګډونوالو د پروګرام له ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پوهاوي پروګرامونه د کرنیزو زیانونو د کمولو او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو لپاره اغېزناک دي. هغه زیاته کړه، چې یاد پروګرام د ټاکل شوې اجنډا سره سم په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
د پروګرام په پای کې د بزګرانو پر پوهاوی د لا زیات تمرکز، د اوبو سرچینو او څړځایونو د غوره مدیریت، له اقلیمي بدلونونو سره د عیارېدونکو کرنیزو لارو چارو د کارولو او د سیمه‌ییزو ټولنو د ظرفیتونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو، څو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیان‌مننې کچه راکمه او د ټولنو د مقاومت وړتیا لوړه شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د اقلیمي بدلون سره د سازښت ریاست په کلني پلان کې په ټول هېواد کې د بزګرانو د پوهاوي لوړول یو مهم اولویت دی. یاد ریاست د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د کرنیزو زیانونو د مخنیوي او د بزګرانو د عملي مهارتونو د لوړولو په موخه، د عامه پوهاوي پروګرامونه طرحه او پلي کوي. دا پروګرامونه د بزګرانو ترڅنګ د کلي ملکانو، ملا امامانو او ټولنیزو مشرانو په ګډون ترسره کېږي، تر څو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنې ګډه مبارزه او سازګاري پیاوړې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS