د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

mail-admin
Tue, Sep 29 2026 9:13 AM
هیئت تخنیکی وزارت زراعت از روند تطبیق پروژه‌های این وزارت در کابل نظارت کرد

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو کې د دغه وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه او ارزونه وکړه.
په دې ارزونه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بېلابېلو ریاستونو اړوند د ۱۵ پروژو کاري بهیر وارزول شو او د چارو د چټکتیا، د پروژو د پلي کېدو د کیفیت، له اړوندو قراردادونو سره د ترسره شویو فعالیتونو د مطابقت، د ستونزو د تشخیص او د هغو د حل‌لارو په اړه لازمې لارښوونې او اقدامات ترسره شول.
په دې څارنه کې د ریشخورو د پیله‌وري فارم د احاطې دېوال جوړول، د ریشخورو د غواوو فارم د غوجلو د بیارغونې چارې، د پغمان د قوریې فارم د تشنابونو او اوداسه‌خونو جوړول، د پغمان د قوریې فارم د احاطې دېوال جوړول، د قرغې د کبانو فارم د کبانو د حوضونو، پلي‌لارو او د فارم د آمریت د شعبو بیارغونه، او د تطبیقي څېړنو ریاست د احاطې دېوال، زېرمتون، د ساتونکي کوټې او نورو ساختماني چارو جوړول شامل وو.
همدارنګه، د خاورې پېژندنې ریاست د ودانۍ او سړک ترمیماتي چارې، د کرنیزو میکانیزه ریاست د انګړ او تشنابونو بیارغونه، د ریشخورو د لبنیاتو د احاطې دېوال جوړول، د ریشخورو د لبنیاتو د فابریکې او سړې خونې پروژه، په بادام‌باغ کې د ۲۵۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کېندل او د بیني‌حصار فارم د غوجلو بیارغونه هم د دې ارزونې برخه وه.
تخنیکي پلاوي د پروژو په سیمو کې له نږدې د چارو د وضعیت له کتنې وروسته، د اړوندو ریاستونو له رییسانو، د پروژو له څارونکو او د قراردادي شرکتونو له مسؤلینو سره د پروژو د پلي کېدو د بهیر د اغېزمنتیا، د چارو پر وخت د بشپړولو او د پروژو تر تسلیمۍ پورې د کیفیتي معیارونو د رعایت په اړه بحث او خبرې وکړې او لازم تخنیکي اقدامات یې ترسره کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS