د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
Sat, Sep 26 2026 9:15 AM
د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» پر غاړه لري، د ګومل ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۸ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د معلوماتو له مخې، له جوړو شوو شنو خونو څخه ۳ باب په خرمینزو کلي، ۴ باب په بابوخیلو کلي او یوه شنه خونه په نواب‌کلا کې جوړه شوې ده.
یادې شنې خونې د سیمې د بزګرانو لپاره د سبو د تولید، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د کورنیو د عوایدو د زیاتوالي په موخه جوړې شوې دي. ګټه‌اخیستونکو ته د شنو خونو د فعالیت او اړوندو کرنیزو چارو په برخه کې لازمې لارښوونې او روزنې هم وړاندې شوې دي.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد«ګوهر» وایي، د شنو خونو او ورته کرنیزو پروژو پلي کول د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري. د ریاست له لوري د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې د همغږۍ او څارنې بهیر دوام لري.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د هیلټو مؤسسې له لوري د«ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ او د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د جاني‌خېل ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هم ۸ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وې.


در ولسوالی گومل پکتیکا، ۸ گلخانه به بهره‌برداری سپرده شد
۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و از سوی مؤسسه «هیلټو»، با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، ۸ گلخانه در روستاهای مختلف ولسوالی گومل این ولایت ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد.
بر اساس معلومات، از میان گلخانه‌های ساخته‌شده، ۳ گلخانه در روستای خرمینزو، ۴ گلخانه در روستای بابوخېل و یک گلخانه در نواب‌کلا ساخته شده است.
این گلخانه‌ها به‌منظور تولید سبزیجات برای کشاورزان محل، توسعه فعالیت‌های زراعتی و افزایش عواید خانواده‌ها ساخته شده‌اند. همچنان، برای بهره‌برداران در زمینه فعالیت گلخانه‌ها و امور مرتبط زراعتی، آموزش‌ها و رهنمودهای لازم ارائه شده است.
مولوی لعل‌محمد «گوهر»، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، می‌گوید که تطبیق گلخانه‌ها و پروژه‌های مشابه زراعتی در افزایش تولیدات زراعتی، ارتقای ظرفیت کشاورزان و تقویت اقتصادی خانواده‌ها نقش مهمی دارد. وی افزود که روند هماهنگی و نظارت از تطبیق این پروژه‌ها از سوی این ریاست ادامه دارد.
قابل یادآوری است که چند روز پیش نیز از سوی مؤسسه «هیلټو» با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP) و در هماهنگی با ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، ۸ گلخانه در مربوطات ولسوالی جانی‌خېل ساخته و به بهره‌برداری سپرده شده بود.a

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS